آلمان: په فبرورۍ میاشت کې انفلاسیون ۸،۷ ته رسیدلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبهد آلمان د احصایې فدرالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱) په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د انفلاسیون کچې ثبات درلود خو په فبرورۍ میاشت کې بیا دغه کچه د تیر میلادي کال د همدې میاشتې په پرتله لوړه شوې ده.
یادې ادارې ویلي دي چې په فبروري میاشت کې په آلمان کې انفلاسیون ۸ اعشاریه ۷ فیصده وو.
جرمني: د انفلاسیون سره مبارزه به ډیره دوام وکړي
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، انفلاسیون وروسته له هغې د جنورۍ میاشتې په پای کې ۸ اعشاریه ۷ ته لوړ شو کله چې حکومت د انرژۍ د لوړې بیو د مخنیوي له پاره هڅې پیل کړې. په آلمان کې د انرژۍ او خوراکي موادو لوړې بیې له میاشتو راهیسې د انفلاسیون د لوړیدو عمده دلیل شمیرل کیږي.
د ابتدايي رسمي شمیرو له مخې په آلمان کې د تیر میلادي کال په پرتله د انرژۍ بیې ۱۹ اعشاریه ۱ فیصده لوړې شوي دي. په ورته وخت کې په دغه بډایه اروپايي هیواد کې د خوراکي موادو بیې بیا په همدې موده کې ۲۱ اعشاریه اته سلنه لوړې شوي دي.