کيف ته د وادېفول سفر او د اوکراين پر ملاتړ ټینګار
۱۴۰۴ تیر ۹, دوشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزير یوهان وادېفول، د اوکراين پلازمينې کيف ته رسېدلی څو له اوکراين څخه د آلمان د ملاتړ په هکله خبرې اترې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اواکراين تر دريو کلونو ډېرې مودې راهېسې د روسیې له بشپړ يرغل سره مخامخ دی.
دهغې اعلامیې په ترڅ کې چې وادېفول، کيف ته تر رسېدو وروسته جاري کړې ده، نوموړي د روسیې پر ولسمشر ولاديمير پوتين، تور ولګاوه چې د روسیې دغه مشر غواړي په هره بيه چې کیږي اوکراين ونيسي او تابع یې کړي.
اړونده موضوع: پر اوکراین د روسیې د حملو شدت؛ د آلمان د دفاع وزیر کیف ته تللی
وادېفول، وويل: «موږ به د اوکراين ترڅنګ په کلکه درېدو ته دوام ورکړو، له عصري دافع هوا او نورو وسلو او له بشري او اقتصادي مرستو سره څو دغه هېواد وکولی شي په کاميابۍ سره د ځان دفاع وکړي.
«اوکراين د آلمان د بهرني سیاست لومړیتوب»
وادېفول، چې د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند سره تړاو لري، کيف ته د خپل لنډ سفر په ترڅ کې وويل: «د اوکراين آزادي او راتلونکی زموږ د بهرني او امنيتي سیاست تر ټولو مهمه دنده ده.» نوموړي زياته کړې: «له همدې کبله به موږ لا هم په بشپړه توګه پر اوکراين تمرکز وکړو.»
هغه پر اوکراین باندې د روسیې يرغل ته په اشارې سره وويل چې د دې پريکړه به په اوکراين کې کیږي چې آيا په اوکراين کې به سرحدونو په زور تغير کیدلی شي او که څنګه.
وادېفول، په خپلو خبرو کې زياته کړې: «اوکرينيان نه يوازې د خپل هېواد د آزادۍ او حاکميت دفاع کوي، بلکې په عين وخت کې د پوتين، پر وړاندې د اروپا د امنيت او آزادۍ دفاع هم کوي.»
اړونده موضوع: آلمان اوکراين ته د وسلو په استولو کې د هدف ويشتلو واټن محدوديت له منځه وړي
آلمان تر امريکا متحده ايالاتو وروسته د اوکراين دويم ستر ملاتړ کوونکی هېواد دی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزير اوکراين ته دا سفر په داسې حال کې کړی دی چې اروپا هڅه کوي له اوکراين سره د مرستې په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري رامنځته شوې تشه ډکه کړي چې له کيف سره یې د مرستو تعهد تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
په واشنګټن کې حکومت د روان ميلادي کال له پېل راهېسې له اوکراين سره هیڅ ډول نوې مرستې نه دي اعلان کړي.