آلمان پر خپلو سرحدونو د کنټرول موده ۶ میاشتې نوره هم وغځوله
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبهد آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د فبروري ۱۲) وویل چې پر سرحدونو د کنټرول د غځولو تصمیم ېې له اروپايي کمیسیون سره چې د دغې اتحاديې اجرائیوي مټ دی، شریک کړی دی.
آلمان په سپتمبر میاشت کې دغه هېواد ته د غیر منظم يا غير اصولي مهاجرت د مخنوي په مقصد پر خپلو سرحدونو د کنټرول پروګرام اعلان کړ.
د پلان شوي پروګرام له مخې په آلمان کې پر سرحدونو د موقتي کنټرول موده په مارچ میاشت کې پای ته رسېدونکې وه.
ورته نور: د آلمان انتخابات؛ سوسیال دموکراټانو شولڅ د خپل رسمي نوماند په توګه اعلان کړ
شولڅ، وویل چې تر یاد اقدام وروسته ۴۷ زره کسان له سرحدونو بېرته ګرځول شوي او همدارنګه له انساني قاچاق سره په تړاو ۱۹۰۰ کسان نيول شوي دي.
د کنترول د مودې د غځولو نوی اعلان په دې معنی دی چې د آلمان پر سرحدونو کنټرول به د سپتمبر میاشتې تر نیمايي پورې پر خپل حال پاته وي.
د اولاف شولڅ د سوسیال دموکراټ ګوند (SPD) ) په آلمان کې تر یو لړ خونړیو حملو وروسته چې ادعا کيږي د مهاجرو له خوا ترسره شوي، تر نیوکو لاندې لاندې راغلی دی.
ورته نور: د منهایم برید؛ د داعش د پلوي افغان محاکمه په المان کې پیل شوه
د نظرسنجیو پر اساس، دغه ګوند اوسمهال د شاوخوا ۱۶ سلنې رایو په لرلو په دریم ځای کې دی چې دا د انتخاباتو په مسیر کې د دغه ګوند له پاره د بل هر وخت په پرتله ډېره ناوړه پایله ده.
محافظه پال اتحادي مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه چې له غیر منظم يا غير اصولي مهاجرتونو سره مقابله ېې د انتخاباتي کمپاینونو یوه له مهمو ژمنو ده، په لومړي ځای کې قرار لري.
ورته نور: المان: ډیری ناقانونه پناغوښتونکي د اوکراین او سوریې څخه راځي
یو انځوریز البوم وګورئ: