د افغان مهاجرو سره د آلمان سل میلیونه یورویې مرسته
۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعهد آلمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه تویتري پيغام کې لیکلي دي چې دغه پيسې هغو نړیوالو سازمانونو ته په اختیار کې ورکول کیږي چې په ګاونډیو هیوادونو کې افغان مهاجرو ته رسیدګي کوي. په دې پيغام کې زیاته شوې ده لا زیاتې مرستې به هم ترسره شي.
د اګست میاشتې له نیمایي را په دیخوا د کله راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي دي ډیر شمیر افغانان په مایوسانه ډول هڅه کوي له هیواد څخه ووځي.
د جرمني د مالیې وزیر او په راتلونکي ټاکنو کې له سوسیال دیموکرات ګوند څخه د صدارت مقام ته نوماند اولاف شولتس، خبریالانو ته د دغو بیړنیو مرستو په اړه ویلي دي: «دا لومړنې ګام دی چې ښکاره کوي مونږ د مسئولیت احساس لرو او په دې لاره کې کوښښ کوو.»
په اوس وخت کې د آلمان پوځ هڅه کوي هر څومره ډیر کسان چې ممکن وي د الوتکو په وسیله آلمان ته راانتقال کړي. په دې ډله کې آلمانان د هغوې سیمه ایز کارکوونکي، د آلماني سازمانونو او د اروپایي اتحادیي د نورو غړو هیوادونو اتباع شامل دي.
په دې توګه د دوشنبې ورځې را په دیخوا تر اوسه پورې تر ۱۶۰۰ ډیر کسان د آلماني پوځ په وسیله له کابل څخه آلمان ته انتقال شوي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، اوس هم سلګونو تنه آلماني اتباع په افغانستان کې بند پاتې دي.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن