د آلمان پوځ د نویو سرتېرو باوجود یو څه کوچنی شوی
۱۴۰۳ بهمن ۱۳, شنبهسره له دې چې د نویو سرتېرو په شمیر کې زیاتوالی راغلی، د آلمان پوځ د سرتېرو په مجموعي شمېر کې تېر ۲۰۲۴ کال یو څه کموالی راغلی. د آلمان د دفاع وزارت یوې ویاندې په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه، پوځ شاوخوا ۱۸۱،۱۵۰ سرتېري درلودل. خو د ۲۰۲۳ کال يعني مخکني کال کې دغه شمېر ۱۸۱،۵۰۰ او په دې توګه لږ زيات و. بوندسوېر د ۲۰۲۲ کال په پای کې ۱۸۳،۰۵۰ سرتېري درلودل چې لا هم د ۲۰۳،۰۰۰ ټاکل شوي هدف ته نه و رسېدلي.
دا چې آلمان د روسيې لخوا پر اوکراين د بريد او ورسره پېلېدونکې جګړې مخکې د خپل پوځ لپاره د ۲۳۰ زرو عسکرو لرلو هدف ټاکلی و، اوس د روسيې او اوکراين د جګړې له پېل وروسته دغه هدف زوړ او د وخت له تقاضا څخه کم ګڼل کيږي. روسيې د ۲۰۲۲ کال په فبروۍ کې پر اوکراين جګړه پېل کړه.
دغه جګړې د پوځي لومړیتوبونو بدلون رامنځته کړ او د آلمان او ناټو د امنیت لپاره د سرتېرو اړتیا یې زیاته کړه. د آلمان د دفاع وزارت په بونډسوېر کې د عسکرو د جلب په ترڅ کې د "مثبت بدلون" له نښې څخه خبره کوي. دغه وزارت هيله من دی چې د نوو سرتېرو د زیاتوالي پر اساس پر سم استقامت مثبت بدلون رامنځته شوی دی.
په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰،۳۰۰ نویو سرتېرو جذب ۸ سلنه زیاتوالی ښودلی چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۵۰۰ سرتېري زیات شوي دي. ياد وزارت زياته کړې ده: "۲۰۲۴ کال د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوړ د جلب او جذب کال و."
د آلمان د پوځ د ملکي کارکوونکو شمیر هم یو څه زیات شوی چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۸۱،۶۰۰ ته رسیدلی او د تېر کال په پرتله ۱۰۰ تنه پکښې زیات شوي دي.
همداراز د احتیاطي سرتېرو شمیر ۲۰۱۰۰ ته لوړ شوی چې له دې جملې ۱۷۰۰ ښځينه دي. دا د ۲۰۲۳ کال د ۱۹۱۰۰ احتیاطي سرتېرو څخه زیاتوالی دی چې پکې ۱۴۰۰ ښځېنه عسکرې شاملي وې.