افغانستان: د خوارځواکۍ د مخنيوي پروګرام له خطر سره مخ دی
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبهد امريکا متحده ايالاتو او نورو نړيوالو مرستندويه ټولنو د مالي مرستو درې مياشتینی ځنډ باعث شوی چې د خوړو د نړيوال پروګرام (دبليو اف پي) په ټوله نړۍ کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپلو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د بودیجې له کمښت سره مخامخ شي.
د چهار شنبې په ورځ د خيريه ټولنو او حکومتونو استازيو په پاريس کې د يوې غونډې په ترڅ کې په نړۍ کې له خوارځواکۍ سره د لاس او ګريوان خلکو د مخ پر زياتيدونکي شمير او لوږې د څرنګوالي په اړه مشورې کوي.
د غونډې تر مخه د خوړو د نړيوال پروګرام اجرائیوي مشرې سيندي مکين، په يوه اعلاميه کې وويل: «که چېرې په اقدام کولو ونه توانيږو نو په میليونو ماشومان به په ټول عمري کړاو باندې محکوم کړو.»
اړونده موضوع: «له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډیدل به ناوړه پایلي ولري»
دې سازمان ويلي دي چې که چېرې اضافي مالي سرچينې په لاس را نه وړي نو په افغانستان کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنيوي پروګرامونه د روان ميلادي کال د مې میاشتې له سره ښايي وردیږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د افغانستان يو پر دريمه برخه نفوس د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري او تر دريو میليونو ډېر کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره لاس او ګريوان دي.
په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام د تغذیې د برخې مشرې مونا شيخ، د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې وويل: «خلک له ډېر ستونزمن وضعيت سره مخامخ دي. زه شاهده يم چې هره ورځ ډېرې ښځې او ماشومان کلينکونو ته راځي. ډېرې یې ځوانې مېندي دي.»
د خوړو د نړيوال پروګرام دې چارواکې زياته کړه کله چې مېندې په خوارځواکۍ اخته وي، نو د دوی ماشومانو هم له دې مصيبته کړيږي.
مونا شيخ، وړاندوينه وکړه چې په ۲۰۲۵م کال کې به شاو او خوا ۵،۳ میليونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي: «دا ډېر زیات دي. موږ په تېرو څلورو کلونو کې داسې څه مشاهده کړې نه ول.»
دبليو اف پي یا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ويلي دي چې پر دې سربیره ۲،۱ میليونه شېدې ورکوونکې مېندې او مېندوارې میرمنې هم له خوارځواکۍ کړيږي او عاجلې درملنې او ملاتړ ته اړتيا لري.
د امريکا د مرستو ځنډيدل
که څه هم چې د خوړو نړيوال پروګرام په مشخص ډول د امريکا د مرستو د ۹۰ ورځو ځنډ يادونه ونه کړه او د مالي سرچینو د کمښت علت یې په خیريه مرستو کې پراخ کمښت په ګوته کړ خو په تیر کې متحده ایالات د دې سازمان د ډېرو پروګرامونو مهم او ستر مالي تمويل کوونکي ول.
په تېر میلادي کال کې د خوړو د نړيوال پروګرام د ۸،۹ میليارډ دالرو بودیجې څخه ۵،۴ ميليونه هغه یې امريکا تمويل کړې وه.
دې ټولنې د چهار شنبې په ورځ د ۲۰۲۵م کال له پاره د ۴،۱ ميليارډ ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه څو وکولی شي په ۵۶ هېوادونو کې د ۳۰ میليونو ماشومانو او مېندو له پاره د خوارځواکۍ د مخنيوي پروګرامونه او درملنه پر مخ یوسي.
مکين، وويل چې د خوړو نړيوال پروګرام د سختو پريکړو کولو ته مجبور شوی څو له خوارځواکۍ سره د مخامخ ماشومانو درملنې ته د خوارځواکۍ د مخنيوي پر پروګرامونو لومړيتوب ورکړي.