ولې آلماني پوليسو د چونګښو نیول شوي ورنونه ژوبڼ ته سپارلي؟
۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبهد آلمان د بوخم ښار په ژوبڼ کي ساتل کېدونکو حيواناتو ته غير عادي د خوراک له پاره څيزونه ورکړل سول. دا د هغه وروسته کله چي پوليسو د سمندري ميوو او حيواناتو يو ترانسپورت کنټرول کړ او ويې موندل چي دغه خوراکي توکي په کافي اندازه يخ نه ول ساتل سوي. له همدې کبله پوليسو دغه کارتنونه ضبط کړل او وروسته يې د بوخم ژوبڼ ته وسپارل چي خپلو حيواناتو ته يې د خوراک په توګه ورکړي.
پوليسو چي کوم موټر راګرځولی وو، په هغه کې ۲۰ کارتنونه پراته ول چي پکښي ژوندي ژوی هم پراته ول. د بېلګي په توګه په دغو کارتنونو کي ژوندي چونګاښونه، د چونګښو يا چندښو ورنونه، جهينګې يا جمبري او نور ورته د اوبو ژوي او مېوې شاملې وې.
آلماني پوليسو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۳مه) وويل چي کوم کارتنونه چي دوی نيولي دي، وړونکو يې په پام کي لرل چي دغه مخ په وړاندي وپلوري، حال دا چي هغه د اصولو سره سم يخ نه ول ساتل سوي. په آلمان کي هغه خوراکي توکي چي د اصولو سره سم يې په دوامداره توګه د يخ ساتلو لړۍ ماته سوې وي، اجازه نه لري چي په بازار کي وپلورل سي.
د آلمان د خبري آژانس په وينا د يادو کارتنو د نيول کېدنې وروسته چارواکو ته دا مفکوره په ذهن کي ورغله چي دغه مواد و ژوبڼ ته وسپاري، ځکه چي د حيواناتو د خوراک له پاره اصول بل شان دي.
د آلمان د بوخم ښار يوې چارواکې و ياد خبري آژانس ته ويلي چي کوم څيزونه چي دوی و ژوبڼ ته سپارلي، هغه بالکل د حیواناتو د خوراک وړ ول. د هغې په وينا که داسي نه وای، نو هيڅکله به د ژوبڼ حيواناتو ته دغه د خوړلو له پاره نه ورکول کيدل.
په اروپا کي بعضي تخصص لرونکي ريستورانتونه د اوبو د نورو ژويو تر څنګ د چونګښو له غوښو څخه جوړ سوي خوراک هم خپلو مشتريانو ته وړاندي کوي. دغه ريستورانتونه عموما په ارزانه نه بلکه په قيمتي ريستورانتونو کي شميرل کيږي.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.