المان: د نوماندانو په مناظره کې افغانستان ته د اخراج بحث
۱۴۰۳ بهمن ۲۹, دوشنبهد المان په مونشن ښار کې د موټر په وسیله وروستی برید چې یو افغان یې په ترسره کولو تورن دی، د المان په ټاکنیز کمپاین کې د مهاجرت په اړه بحثونو ته لا زیاته هوا ورکړې ده.
په دې ترتیب د پناه غوښتونکو د شمیر محدودول او د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج د المان د څلورو سیاسي ګوندونو د نوماندانو د مناظرې یوه له اساسي برخو څخه وه.
په هغه مناظره کې چې د یکشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۱۶ نیټه) په ماښام ترسره شوه له سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند څخه د المان اوسني صدراعظم اولاف شولڅ، د مسیحي دیموکرات اتحاد محافظه پاله (CDU) ګوند څخه صدارت مقام ته نوماند فریدریش مرتڅ، له زرغون (Bündnis 90/Die Grünen) ګوند څخه رابرت هابک او د المان له پاره بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند څخه الیس وایدل پوښتنې ځواب کړې.
افغانستان ته پر اخراج ټینګار
په دې څلورګونې مناظره کې چې د المان د «RTL» تلویزون له خوا جوړه شوې وه، افغانستان ته د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د اخراج موضوع هم مطرحه شوه.
فریدریش مرتڅ چې د نظرپوښتنو له مخې د صدارت مقام ته د رسیدو له پاره ښه چانس لري افغانستان ته د رد شوو افغان پناه غوښتونکو پر اخراج ټینګار کولو سره وویل: «د داسې یوه کار له پاره باید له طالبانو سره مذاکراتو ته اماده اوسو.»
د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) ګوند څخه د صدارت مقام ته دغه نوماند زیاته کړه: «مونږ افغانستان ته ۳۰۰ میلیونه پراختیایي مرستې استوو. ولې دا کار کوو بې له دې چې له طالبانو سره [د اخراجونو په اړه] خبرې وکړو؟»
له سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند څخه د المان اوسني صدراعظم اولاف شولڅ، د مرتڅ د دې پوښتنو په ځواب کې وویل چې پخوا هم له طالبانو سره تماس موجود و چې په افغانستان کې د دغې ډلې واک ته له رسیدو وروسته د لومړني اخراجي پرواز د ترسره کیدو سبب شو.
د المان صدراعظم زیاته کړه چې بیا به هم افغانستان ته اخراجي پرواز ترسره شي، خو د دغه پرواز د دقیق وخت په اړه یې څه ونه ویل.
زرغون ګوند له طالبانو سره د مذاکراتو مخالفت کړی
د صدارت مقام ته د زرغون ګوند نوماند روبرت هابک، طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو له ټینګولو څخه خبرداری ورکړ او ویې ویل: «طالبان پر افغانستان حاکمیت کوي. دا یو د ترور رژیم دی.»
هابک زیاته کړه چې له طالبانو سره د مناسباتو ټینګول به د دغې ډلې حاکمیت ته د مشروعیت ورکولو په معنی وي. نوموړي دې خبرې ته په اشارې سره چې هیڅ کوم بل لویدیځ هیواد له طالبانو سره مناسبات نه لري، ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د المان له لورې یو اړخیز اقدام د اروپا په کچه همکاریو ته زیان رسوي.
د نامنظمه مهاجرت پر محدودولو ټینګار
د المان صدراعظم د نامنظمه مهاجرتونو د کمولو له پاره له خپلو اقداماتو څخه دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې المان ته نامنظمه مهاجرتونه ۱۷ سلنه کم شوي دي.
شولڅ وویل چې «دا کافي نه دي» او له ګاونډیو هیوادونو سره په همغږۍ کې یې د لا زیاتو اقداماتو ژمنه وکړه. هغه وویل چې له المان څخه د رد شوو پناه غوښتونکو په اخراج کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
خو فریدریش مرتڅ نیوکه وکړه چې المان ته اوس هم د ډیر شمیر مهاجرو راتګ جریان لري. مرتڅ ادعا وکړه چې یوازې په څلورو ورځو په هم هغه شمیر کې پناه غوښتونکي المان ته راځي چې په یوه میاشت کې اخراجیږي.
د صدارت مقام ته د مهاجرت ضد ښي اړخي «المان له پاره بدیل» (AfD) ګوند نوماندې الیس وایدل، د هغو پناه غوښتونکو په اړه چې بې له جوازه المان ته داخلیږي، د «نامنظمه» یا «بې قاعدې» اصطلاح کارولو سره مخالفت وکړ او هغوي یې «ناقانونه» مهاجر وبلل.
میرمن وایدل وویل چې ګوند یې په «مخنیوی» پیل کوي او دوه اقدامه به وکړي: «مونږ د خپلو سرحدونو د امنیت په ټینګولو سره مجرمین اخراجوو. مونږ د داخلي امنیت خرابیدل تجربه کړل. مونږ غواړو یو وار بیا په هیواد کې نظم او قانون برقراره کړو.»