د افغانستان د جنګ پخواني افسر په امریکا کي څلور کسان ویشتلي
۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبهلکه څنګه چي امریکايي مسؤلو چارواکو پرون یکشنبه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر پنځمه) خبر ورکړ، په دغو کسانو کې یو کوچنی هم شامل ؤ، چي د مور په غیږ کي مړ سوی.
د پولیسو قومندان، ګرادي یود په حواله، دغه ۳۳ کلن پخواني افسر یو ۴۰ کلن سړی، یوه ۳۳ کلنه ښځه، درې میاشنی کوچنی یې او د کوچني ۶۲ کلنه انا د پولک کنټي په استوګنځای کي ویشتلي دي.
دغه شکمن پخواني افسر مخکي تر دې چي د پولیسو سره فیرونه تبادله کړي، یوه ۱۱ کلنه نجلی هم ټپي کړې ده.
هغه چي په دغه وخت کي د مرمی ضد واسکټ هم اغوستی ؤ، د پولیسو په فیرونو کي زخمي او یوه روغتون ته انتقال سو. هلته یې هم کوښښ وکړ چي پر پولیسو باندي حمله وکړي. تر هغه وروسته چي معالجه یې وسوه، د محل یوه محبس ته انتقال سو.
پولیسو همدارنګه ویلي دي چي دغه پخواني افسر د افغانستان او عراق په جنګونو کي هم برخه درلوده. خو دا چي د هغه د دغي حملې انګیزه څه شي وه، په اړه يې څه نه دي ویلي.