له آلمانه امریکا ته د افغانانو د لیږد بهیر پیلیږي
۱۴۰۰ مهر ۱۶, جمعهله امریکا متحده ایالاتو څخه د باندې د آلمان په رامشټاین کې د امریکا د تر ټولو سترې پوځې اډې چارواکو ویلي دي چې له آلمان څخه به امریکا ته د افغانانو د لیږد بهیر د شنبې په ورځ پیل شي. له کابل څخه د افغانانو د را ایستلو تر بهیر نیږدې دوې میاشتې وروسته امریکايي چارواکي د دغې بهیر د پیلیدو خبر ورکوي.
د آلمان په رامشټاین او په قطر کې د امریکا بله پوځي اډه امریکا ته د افغانانو د انتقال اصلي لارې ګڼل کیږي. وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسیدل، د امریکا پوځ خپل ګڼ شمیر افغان همکاران له همدې دوو لارو امریکا ته انتقال کړل. خو تر کمې موده وروسته دغه لړۍ د امریکا د روغتیا د برخې د چارواکو په غوښتنه ودریده.
د دې کار دلیل د انتقالیدونکو افغانانو په منځ کې د شرې ناروغۍ مثبتې پیښې ثبت په ګوته شوی وو.
چارواکو ویلي چې له همدې کبله په آلمان کې میشت شاوخوا ۸۸۰۰ افغانان د شرې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي. د رامشټاین د پوځي اډې چارواکو ویلي دي چې امریکا ته د پاتې افغانانو د انتقال پر بهیر هم کار روان دی. د رامشټاین پوځي اډې چارواکو ویلي: «تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغانان امریکا ته انتقال کړل شي.» د معلوماتو له مخې، د ایستلو د وروستي پرواز تاریخ لا هم روښانه نه دی.
په عین حال کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د آلمان په رامشټاین او په کایزرس لاوترن کې د امریکا په پوځي اډو کې ۹ زره ۱۳۹ افغانان میشت دي.