کندز کې ځانمرګي بريد پنځه کسان وژلي
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سهشنبهد طالبانو په وینا نن، سه شنبه (د ۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۱۱) په کندز ښار کې د يوه بانک دباندې ځانمرګی بريد شوی دی.
په کندز ولايت د طالبانو یوه ځایي چارواکي جمعه دين خاکسار، وويل: «يو ځانمرګی بريدګر چې چاوديدونکي توکي ورسره و، د کابل بانک ودانۍ مخې ته یې بريد کړی دی.»
نوموړي زياته کړه چې په دې ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي دي چې ملکيان، دولتي مامورين او د طالبانو د امنيتي ځواک غړي پکې شامل دي.
خاکسار، زياته کړه چې چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې خلک د بانک دباندې د خپل معاش د ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ و. نوموړي په دې ترڅ کې د ۷ کسانو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی.
تر اوسه کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه د پام وړ راکم شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د داعش په ګډون يو شمير وسله والې ډلې اوس هم په دغه هېواد کې د يوه ګواښ په توګه انګیرل کيږي.