د حماس او اسرائيل خبرې اترې بې نتيجې پای ته ورسېدې
۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبهسرچينو رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې د اسرائيل له پلاوي سره د دې صلاحيت نه و چې له حماس سره يوه هوکړه وکړي. هغوی وويل: «د دوحې په خبرو کې تر لومړۍ ناستې وروسته، د اسرائيل پلاوي سره دومره واک نه و چې له حماس سره هوکړه وکړي، ځکه هغوی ته هېڅ ريښتینی واک نه و ورکړل شوی.»
دغه خبرې د يکشنبې په ورځ و سپينۍ ماڼۍ ته د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، له سفر مخکې پيل شوې. نتانياهو له ولسمشر دونالد ترمپ سره ملاقات لري.
دغه هم ولولئ: اسرائیل د اوربند د مذاکراتو له پاره قطر ته د پلاوي استول تایید کړ
نتانياهو واشنګټن ته له روانېدو مخکې ويلي ول چې د اوربند په خبرو کې ګډون کوونکو اسرائيلي استازو ته واضح لارښوونې شوي چې يوازې په هغو شرايطو هوکړه وکړي کوم چې اسرائيل منلي دي.
نتانياهو د هغې طرحې اشاره وکړه چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ لخوا ټاکل شوي منځګړي، سټیو واټکوف، چمتو کړې ده.
په اسرائيل کې کارپوهان او ډيپلوماتان وايي چې د اسرائيل او حماس ترمنځ اختلافات حلېدونکي دي.
د نتانياهو او ترمپ ملاقات
د اسرائيل لومړی وزير بنيامين نتانياهو داسې مهال واشنګټن ته رسېدلی چې د غزې جګړه چې ۲۱ مياشتې يې دوام کړی، و پای ته رسېدو ته نږدې شوې ده. دا د ترمپ له دوهم ځل واک ته رسېدو وروسته د نتانياهو ورسره درېيم ملاقات دی.
نتانياهو له روانېدو مخکې خبريالانو ته وويل: «دا زما له ولسمشر ترمپ سره درېيم ملاقات دی له هغې راهيسې چې هغه شاوخوا شپږ مياشتې مخکې بېرته منتخب شو.»
دغه هم ولولئ: ترمپ: اسرائیل په غزه کي د ۶۰ ورځني اوربند له طرحې سره موافقه کړې
له بل اړخه ولسمشر ترمپ د يکشنبې په ورځ په نيو جرسي کې خبريالانو ته وويل چې دی باور لري چې د يرغمل شويو کسانو خوشې کول او اوربند ممکن همدا اونۍ وشي. ترمپ وويل: «زه فکر کوم چې موږ د غزې په تړاو يوې هوکړې ته ډېر نږدې شوي يو. دا هوکړه ممکن همدا اونۍ وشي.»
نتنياهو وويل چې دی به د امريکا کانګرس د دواړو ګوندونو له استازو او په همدې شان د امريکا د حکومت له نورو مهمو چارواکو سره خبرې وکړي.
نتانياهو د هغه وروسته دا سفر کوي چې د ايران سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو دوې اونۍ لا نه دي تېرې شوي. امريکا متحده ايالاتو او اسرائيل د دغې جګړې پر مهال وويل چې د ايران د اټومي پروګرام مهم تاسيسات يې له منځه وړي دي.
په تل ابيب کې د اسرائيلي يرغمل شويو د خوشي کولو غوښتنه
په تل ابيب کې د شنبې په ماښام د دفاع وزارت د دفتر ترڅنګ يو ميدان ته ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو. هغوی د اوربند هوکړې او د نږدې ۵۰ اسرائيلي يرغمال شويو د بېرته راوستلو غوښتنه کوله.
مظاهره کوونکو د اسرائيل بيرغونه پورته کړي وو، شعارونه يې ورکول او د يرغمل شويو کسانو انځورونه يې له ځان سره لرل.
اټکل کېږي چې نږدې ۲۰ تنه پاتې يرغمل شوي کسان لا هم ژوندي دي. ډېری دغه کسان د ډيپلوماتيکو خبرو له لارې خوشې شوي او ځيني د اسرائيل پوځ لخوا ژغورل شوي دي.
زموږ له ارشيف څخه (۱۳.۱۰.۲۰۲۳):