روسیه: د کورسک په اټومي بټۍ اورلګیدلی
۱۴۰۴ شهریور ۲, یکشنبهپه روسیه کې د کورسک اټومي بټۍ مسئولینو د یکشنبې (د اګست میاشتې ۲۴ نیټه) په ورځ د تلګرام په ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی دی چې دغې بې پيلوټه الوتکې د بټۍ له تاسیساتو سره تر جنګیدو وروسته انفجار کړی دی او اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د روسي چارواکو په خبره د اور شغلې د اطفایې د مامورینو له خوا مهار او خاموشه کړای شوي دي.
دغه اټومي بټۍ د روسیې او اوکراین ترمنځ سرحد ته نږدې د کورسک ښار، چې ۴۴۰ زره نفوس لري، په لویدیځ او د روسیې په لویدیځ کې په همدې نوم سیمه کې موقعیت لري.
د بټۍ د مسئولینو په وینا د دې بې پيلوټه الوتکې د نسکوریدو په پيښه کې چې د روسي ځواکونو له خوا په نښه کړای شوې ده، هیڅ ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.
همدارنګه د پيښې له کبله د بټۍ د تاسیساتو فعالیت په موقت ډول ځنډول شوی دی. د دغې بټۍ مسئولینو ډاډ ورکړی دی چې د کورسک اټومي بټۍ په صنعتي برخه او اطرافو کې د اټومي شعاعو کچه «بې له تغیر څخه په خپل طبیعي حالت کې» پاتې ده.
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس (IAEA) پر اوکراین د روسیې د پوځي عملیاتو د پيلیدو راهیسې په وار وار اټومي تاسیساتو ته نږدې د نښتو د خطرونو له کبله خبرداری ورکړی دی.
نوموړي اژانس د روسیې په کورسک سیمه او د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې د اټومي بټیو د امنیت په هکله، چې د جګړې او بمبار له کبله له ګواښ سره مخامخ دي، جدي انديښنه ښودلې ده.