د آلمان په هامبورګ کې لوی اور لګېدلی
۱۴۰۲ فروردین ۲۰, یکشنبهد آلمان په هامبورګ کې د يکشنبې (د ۲۰۲۳ کال د اپريل به ۹ نېټه) په سهار تقريبا څلور نيمو بجو د موټرو د پارک کولو په ځای کې اور ولګېد. دغه اور دوو لويو زيرمه ځايونو ته واوښت او په نتيجه کې ورڅخه ډېر لوی اور جوړ شو.
د فرانس پرېس خبري آژانس په وينا د اور د سيمي پر سر د لوګي لويه ورېځه جوړه شوه او په ښار کې خوره شوه. د چارواکو له وينا ويل شوي چې په لوګي کې د هايدروجن سلفايد زهرجن ګازونه هم مل دي. د اورلګېدنې وروسته د يو شمېر چاودونو ږغونه هم اورېدل شوي دي.
دغه هم ولولئ: هامبورگ: په مدیترانه کي د مهاجرو د ژغورلو په خاطر مظاهرې
په عيني حال کې چارواکو د هامبورګ د روتنبورګس اورټ د دغې برخې اوسېدونکو ته له زهرجن ګاز څخه خبرداری ورکړی دی. چارواکو سپارښتنه کړې ده چې د سيمي اوسېدونکي دي کړکۍ تړلې وساتي او خپل ايرکنډېشنونه دې بند کړي. په رسمي اعلاميه کې راغلي دي چې په لوګي کې ښايي زهرجن ګازونه هم مل وي او د تنفس کوونکو ته زيان رسولای شي.
د اورلګېدنې په ځای کې رامنځته شوې د لوګي لويه ورېځه د هامبورګ د مرکز پر لور ورغلې ده. چارواکو ويلي دي چې د هوا ازميښتي کنټرول ادامه لري او لا تر اوسه پکي د خطرناکه ګازونو ونډه نه ده جګه شوې. خو بيا يې هم په سيمه کې له اوسېدونکو د احتياط غوښتنه کړې ده.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.