د المان په نفوس کې د ځوانانو بې ساری کمښت راغلی
۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سهشنبهد المان په تاریخ کې د ځوان نسل اوسط په دې اندازه نه و کم شوی. په ویس بادن ایالت کې د احصایې ادارې د سه شنبې ( د اګست میاشتې ۵ نیټه ) په ورځ ویلي چې تیر کال په المان کې د ۱۵ او ۲۴ ترمنځ عمر لرونکو کسانو شمیر ۸،۳ میلیونه و چې دا په مجموع کې د المان د نفوس ۱۰ سلنه برخه تشکیلوي.
د ۲۰۲۱م کال د پای راهیسې په المان کې د ځوان انسانانو ونډه تقریباً بې له تغیر څخه ۱۰ سلنه باقي پاتې شوې ده.
دا چې دغه شمیر نور نه دی را ټيټ شوی او ثابت پاتې شوی دی، د احصایې دفتر په حواله علت یې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته المان ته په ډیر شمیر کې د اوکرایني ځوانانو راتګ دی.
د ۱۹۸۰م لسیزې په لومړۍ نیمایي کې د المان په مجموعي نفوس کې د ځوانانو ونډه تر ټولو زیاته وه، په دغو کلونو کې چې د زیږون کچه لوړه وه او په اصطلاح »بیبي بومر« يا د زياتو ماشومانو زېږونکی کسان د ځوانۍ په عمر کې ول.
په ۱۹۸۳م کال کې د اوسني المان په ساحه کې شاوخوا ۱۳،۱ میلیونه ځوانانو ژوند کاوه چې عمرونه یې د ۱۵ نه تر ۲۴ کلونو ترمنځ و، یا په بل عبارت هر شپږم کس (۱۶،۷سلنه) د ځوانۍ په عمر کې و.
د معلوماتو له مخې که مهاجرتونه نه وای، نو د ځوان انسانانو شمیر به تر دې هم ټيټ وای.
که د مهاجرت پسمنظر نه لرونکي یا د المان اصلي اوسیدونکي په پام کې ونیول شي، نو د نمونه اي سرشمیرنې «میکروڅنزوز» د پایلو له مخې په ۲۰۲۴م کال به د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو ونډه یوازې ۸،۶ سلنه وای. د دې برعکس بیا د مهاجرت پسمنظر لرونکو کې د دې عمر ځوانانو شمیر ۱۲ سلنه ده.
د مهاجرت پسمنظر لرونکي هغه ډله کسان دي چې یا پخپله او یا هم یو له والدینو څخه یې له ۱۹۵۰ کال را په دیخوا المان ته راغلی او دلته میشت شوي وي.
د اروپایي اتحادیي د احصایې ادارې د شمیر له مخې د ۲۰۲۴م کال په اوایلو کې په المان کې د ځوان نسل اوسط د اروپايي اتحادیې د ټولو ۲۷ غړو هیوادونو په پرتله تر ټولو ټيټ (۱۰،۷ سلنه) و.
د اروپا په کچه آيرلنډ هیواد له ۱۲،۶ سلنې سره له ۱۵ تر ۲۴ کلونو پورې عمر لرونکو ځوانانو تر ټولو لوړ شمیر لري. بلغاریا بیا له ۹،۲ سلنې سره په اروپا کې د ځوانانو تر ټولو ټيټ شمیر لري.