د پاريس غونډه: اروپايي مشران کومو پایلو ته رسيدلي؟
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سهشنبهد دوشنبې په ورځ د پاريس اليزې ماڼۍ اروپا ته د بحران په يوه مرکز باندې بدله شوې وه. دغلته د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د اروپا د مخکښو مشرانو کوربه وو. ټول اروپايي مشران په دې موخه سره راټول شول څو یې په غياب کې د دې لوې وچې د راتلونکی په اړه کومه پريکړه ونه شي.
اروپايي مشران تر اوسه له دې کبله تر شاک لاندې دي چې د اوکراين د بحران په اړه د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پرته له دې چې د خپلو اروپايي متحدينو انديښنې په نظر کې ونيسي، له روسیې سره د خبرو اترو پېلولو پريکړه وکړه. په دې اړه د ځواب موندنې په موخه مکرون د غونډې د رابلوونکي یو خپل سری نقش ادا کړ او دا غونډه یې جوړه کړې وه.
خو په دې اړه چې کله د ډنمارک لومړي وزیر ميت فریدرکسن، په ټينګار سره دا وویل چې دا خبرې اترې به هیڅ ثابتې پايلې ونه لري نو دا حقيقت لا پسې روښانه شو چې د دوشنبې ورځې غونډې د ځوابونو پر ځای په دې اړه لا ډېرې پوښتنې زيږولي دي چې اروپا د دې مسئلې په اړه څرنګه پرمختګ کولی شي.
د راتلونکي امنيتي تضمينونو په هکله بحث
د پاريس غونډې ته راغلو اکثرو مشرانو کيف ته د سياسي، پوځي او مالي مرستې د دوام خپلې پخوانۍ ژمنې تکرار کړې او ټينګار یې وکړ چې د اوکراين په اړه هیڅ پريکړه د دغه هېواد په غياب کې بايد ونه شي.
د پاريس په غونډه کې آلمان، ډنمارک، هالند، هسپانيا، بريتانيا، پولنډ او د ايټاليا په ګډون د اروپايي اتحادیې او ناټو لوړپوړو مشرانو ګډون کړی وو. خو په دې غونډه کې ګډون کوونکي مشران په دې اړه سره همنظره نه برېښېدل چې بالاخره اوکراين ته د اروپا له لوري کوم امنيتي تضمينونه ورکول کيدلای شي.
اړونده موضوع: زیلنسکي: امکان لري په روان کال کي جگړه ختمه سي
په راتلونکي کې په اوکراين کې د سوله ساتي ځواک د استقرار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، وويل چې هغه نور له دې بحث سره «حساسيت» پیدا کړی دی.
نوموړي خبريالانو ته وويل: «زه به بيخي واضح ووايم: خلک د اوکراين په اړه د ممکنه پایلو په تړاو خبرې کوي، د هغه مذاکراتو د پایلو په اړه چې لا ترسره شوي دي او اوکراين یې په اړه هو نه ده کړې او نه هم تر اوسد امریکا او روسیې خبرې اترې د سه شنبې په ورځ په ریاض کېه د خبرو اترو ميز ته ناست دی.»
اړونده موضوع: د امریکا او روسیې خبرې اترې د سه شنبې په ورځ په ریاض کې
شولڅ، زياته کړه: «نو له دې کبله دا ناسم وخت، ناسمه موضوع او يو نامناسب بحث دی. موږ تر اوسه د امن مقام کې نه يو بلکې د روسیې له لوري په وحشيانه توګه پېل شوې جګړې په منځ کې يو.»
خو د آلمان د صدراعظم دا خبرې د بريتانيا د لومړي وزير کېر ستارمر، له خبرو سره په ټکر کې برېښېدی چې ويلي یې ول چې هغوی چمتو دي اوکراين ته د بريتانوي عسکرو د ليږدولو په اړه غوره وکړي.
بل لوري ته د ډنمارک صدارعظم فريدرکس، وويل چې هېواد یې «ډېر څه» ته پرانيستی دی خو لومړی د «ډېر څه» روښانه کولو ته اړتيا ده.
د پولنډ لومړي وزير دونالد توسک، وويل هیڅ داسې پلان نشته چې د پولنډ د سولې ځواکونه دي د اوکراين پر خاوره قدم کيږدي.
دې اختلافاتو ته په کتلو سره د اروپايي ټولنې يوه چارواکي د غونډې د طبيعت يو لنډيز په دې ټکو سره وړاندې کړ: «له هر لوري سره د ارزونې له لارو چارو سره، موږ د امنيتي تضمينونو ورکړې ته چمتو يو. خو دا هر څه په دې پورې اړه لري چې د امريکا ملاتړ به تر کومې کچې وي.»
د امريکا له خوا د پامه د غورځول کيدو احتمالي ګټه؟
د اروپا ډېر دولتونه د سوله ساتي ځواک په اړه تر هغه وخته پورې د خبرو اترو د دوام هيله څرګندولی شي، تر څو د سولې تړون رامنځته شوی نه وي. خو امريکا په دې اړه خپله تګلاره لا د مخه روښانه کړې ده.
تېره اونۍ د امريکا د دفاع وزير پېټ هېګست، ويلي ول چې هیڅ امريکايي عسکر به په دې ځواک کې شامل نه وي او پر ځای یې «وړ اروپايي او غير اروپايي عسکر» په راتلونکي کې د جګړې د ختمولو په ملاتړ مستقر کیدلای شي.
نوموړي په دې ترڅ کې تر ټولو مهمه خبره دا کړې وه چې دې ډول پوځونو ته بايد د امريکا د امنيتي تضمين له لارې تحفظ ور نه کړل شي.
د دوشنبې په ورځ بيا امريکا دومره ډاډ ورکړ چې د اوکراين په اړه د اروپايي هېوادونو دريځ ته به هم غوږ ونيول شي خو واشنګټن پر دې سربیره هم وایي چې اوس هم يوازې له مسکو او کیف سره د خبرو اترو اراده لري.
اړونده موضوع: د مونیخ د کنفرانس دویمه ورځ؛ شولڅ او د زیلینسکي وینا بحث به څه وي؟
د اروپايي شورا د بهرنيو اړيکو يوې څېړونکې اولريکه فرنکه، دويچه ویله ته وويل چې اروپا دا فرصت د لا ډېر اغیز اچولو له پاره کارولی شي.
هغې وويل: «اصلي ګټه دا ده چې له همدې اروپايي هېوادونو څخه به د هر ډول تړون د محافظت غوښتنه کيږي.»
هغې زیاته کړه: «په دې توګه به اروپايان بالاخره بايد د خبرو اترو ميز ته کښيني ځکه چې کله له دوی څخه د یوه تړون د تحفظ غوښتنه کيږي نو بايد په دې کې دخيل هم وي.»
څېړونکي پيير هاروشی، دويچه ويله ته وويل چې د سولې د پوځونو په اړه کیدونکي خبرې اترې به په احتمالي توګه يو «پرمختګ خوښوونکي انقلاب» وي چې مشري یې بريتانیا او فرانسه کولی شي.
د دفاعي بودجې ډېرېدل
اروپايي هېوادونه له ۲۰۲۲م کال راهېسې د پوځي بودجې په لوړولو بوخت دي، خو د دې احساس په ترڅ کې چې واشنګټن اوس نور د باور وړ شريک نه دی، اوس د لا ډېر لګښتونو ټينګار کيږي.
توسک، د دوشنبې په ورځ خبريالاتو ته وويل: «پر دې خبره د نظر توافق وو او د ټولو دريځ يو وو چې په دفاعي لګښت کې ډېرښت، ډېر اړین دی.»
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، وويل چې دی په ستره دفاعي بودجه کې د آسانتياو له پاره د اروپايي ټولنې د مالي قواعدو د نرمښت پلوی دی. په همدې حال کې د اروپايي ټولنې يوه چارواکي وويل چې مشران له امريکا سره د [لګښتونو] د بار د سپکولو په موخه «د خپلو لګښتونو د کچې لوړولو ته چمتو دي.»
له دې سره په اروپايي ټولنه کې په دې تړاو هم بحث پېليږي چې د دفاعي بودجې په اړه څرنګه کارونه پر مخ وړل کیدلی شي او له هېوادونو سره څرنګه مالي مرسته کیدلای شي او آیا له امريکا څخه باید وسلې را ونيول شي او يا د اروپا پر خريداريو له کلک پاتېدو سره د فرانسې له غوښتنو سره يووالی رامنځته کړل شي.