یو ایرانی د الماني پولیسو په ډزو کې وژل شوی
۱۴۰۴ خرداد ۱۲, دوشنبهالماني پولیسو ویلي چې دوی غوښتل د شیرندینګ او منشن رویت ترمنځ په وون زیډل سیمه کې د دغه کس موټر د عادي کنترول په موخه ودروي، خو هغه تيښته وکړه او پر پولیسو یې ډزې وکړې.
وروسته له هغې پولیسو هم پرې ډزې کړي او هغه یې سخت ټپي کړی چې له امله یې سا ورکړه. د هوف سیمې څارنوالۍ ویلي چې دغه کس د کلونو راهیسې په منهایم سیمه کې ژوند کاوه. څارنوالۍ ویلي دي چې دغه پيښه د یوه عادي کنترول پر مهال رامنځته شوې ده او هغه سړک چې د نوموړي کس موټر په کې حرکت کولو د چک هیواد سرحد پر لور غځیدلی دی.
د المان د کورنیو چارو نوي وزیر د خپلې دندې له پیلولو سره سم د سرحدي کنترول چې په ناڅاپي توګه ترسره کیږي، امر صادر کړ. دغه کنترول د اپوزیسیون له شدیدو نیوکو سره هم مخامخ شوی دی.
له ۱۰۰ ګرامو ډیره شیشه
د الماني پولیسو په حواله وژل شوی کس د مخدره موادو د ترلاسه کولو په موخه د چک له سفر څخه را ستون شوی و او پولیسو یې په موټر کې تر ۱۰۰ گرامو ډیره شیشه موندلې ده. د هوف څارنوالۍ ویلي دي چې د پيښې اړوند څیړنې روانې دي.