د حماس له خوا د سپارل شوې اسرائیلۍ د جسد هویت تائید شوی
۱۴۰۳ اسفند ۴, شنبهد بې باس کورنۍ د شنبې په ورځ وویل: «زمونږ شیري په توقیف کې وژل شوې ده او اوس کور ته ستنه شوې ده.» اسرائیلي ټولنې کیبوتڅ ویلي دي چې دغه ځوانه مور به «په اسرائیل کې د خپلو دواړو کوچنیو زامنو په څنګ کې ښخه شي.»
کورنۍ یې په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د عدلي طب انستیتوت د پيژندنې له بهیر وروسته مو نن سهار هغه خبر ترلاسه کړ چې ویره مو ځینې درلوده.» زیاته شوې ده چې تر ۱۶ میاشتو ویرې او هیلې وروسته اوس یې کورنۍ باوري شوې ده: «مونږ پر ځمکه نسکور او غمجن یو.»
مخکې تر دې د سره صلیب نړیوالې کمیتې ویلي و چې د جمعې په ورځ د یوه بل مړي د جسد پاتې شونې اسرائیلي چارواکو ته سپارل شوي دي.
حماس د پنجشنبې په ورځ اسرائیل ته څلور جسدونه سپارلي ول چې د ۸۳ کلن اودید لیفشتس، مړی په هم هغه ورځ لا پيژندل شوی و. د جمعې په ورځ اسرائیلي پوځ تایید کړه چې په سپارل شوو جسدونو کې دوه یې د دوو کوچنیو ورونو کفیر او اريل بې باس، دي، خو د عدلي طب معایناتو څخه معلومه شوه چې څلورم جسد د دغو ماشومانو د مور شیري بې باس، نه و.
د حماس ترهګرې ډلې جنګیالیو ۱۶ میاشتې مخکې کفیر او آریل بې باس او همدارنګه د هغې مور شیري او جردان له «نیر اوز کیبوتڅ» په نوم اسرائیلي بنسټ څخه چې په مختلفو برخو کې فعالیت کوي، د یرغمل په توګه له ځان سره بیولي ول. کیفر په هغه وخت کې ۹ میاشتې عمر درلود او ورور یې آریل څلور کلن و. د حماس جنګیالیو په هغه وخت کې دغه صحنه په ویډیو کې ثبت کړې وه.
د تښتول کیدو پر مهال د دغو دوو ماشومانو او ناامیده مور انځورونه یې په اسرائیل کې د حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ نیټې د وحشتناکه برید پر سمبول بدل شول.
جاردن بې باس چې له خپلې کورنۍ څخه جلا تښتول شوی و او په غزې تړانګه کې ساتل کیده د فیبرورۍ میاشتې په لومړۍ نیټه د حماس له خوا خوشې کړای شوی و.
د یرغمل شوو خوشې کول د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې چې د جنورۍ په ۱۹ نیټه نافذ شو، د لومړي پړاو یوه برخه وه. د لومړي پړاو په ترڅ کې ۱۹ اسرائیلي یرغمل شوي د ۱۱۰۰ فلسطینیانو په بدل کې چې په اسرائیل کې بندیان ول خوشې ول.
ټاکل شوې ده چې نن د شنبې (د فیبرورۍ ۲۲ نیټه) په ورځ به شپږ نور اسرائیلي یرغمل شوي خوشې کړای شي.