حقيقت موندنه: روسيه څرنګه د آلمان پر ټاکنو د اغیزې هڅه کوي؟
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سهشنبهدا لومړی ځل نه دی چې روسیه د ناسمو معلوماتو له لارې پر انتخاباتو د اغیز اچولو هڅه کوي. د امريکا متحده ايالاتو او په ۲۰۲۴م کال کې يې د اروپا پارلمان ټاکنې بيلګې دي. د آلمان د پارلمان [بندستاګ] په حواله د ۲۰۲۱م کال د پارلماني ټاکنو پر وخت هم روسیې پر رايه اچوونکو د اغیز کولو هڅه کړې وه.
اوس څلور کاله وروسته هم هماغه وضعيت دی. د فيبرورۍ ۲۳مې نیټې له پاره په نظر کې د نيول شويو ټاکنو په لړ کې هم کارپوهان د روسیې له لوري په پراخه کچه د ناسمو معلوماتو خپرول مشاهده کوي چې موخه یې په ځانګړي توګه د معتدلو ګوندونو نوم بدول دي. زياتره ناسم معلومات د زرغون ګوند، مسيحي ډيموکرات او سوسيال ديموکرات ګوندونو او د دغو ګوندونو د مخکښو کانديدانو په اړه دي.
د څار، ارزونې او ستراتیژۍ له مرکز «CeMAS» څخه ليه فرو ویرت، دويچه ويله ته وويل: «د ای اف ډي يادونه ډېره لږه کیږي خو کله يادول کيږي نو په مثبتو ټکو ياديږي.»
«CeMAS» يو ټولګټی سازمان دی چې د توطیې د نظريو، یهودانو سره دښمنۍ او د ډېر ښي اړخوتوب په څېر موضوعګانو باندې کار کوي.
مخکښ کانديدان د جعلي خبرونو هدف دي
دلته تازه مثالونه وړاندې کيږي: د فيبرورۍ له پېل راهېسې د ايکس شبکې يو شمير کاروونکي د مسيحي ديموکرات ګوند د مخکښ کانديد فرېدرش میرڅ، د احتمالي رواني روغتيا په اړه يوه ويډيو خپروي. د دې ويډيو په حواله میرڅ، احتمالاً په ۲۰۱۷م کال کې د ځان وژنې هڅه کړې وه. له دې څخه یې يو پوست په لسو ورځو کې تر ۵،۴ میليونه ډېر کتل شوی دی.
په وړاندې کړل شويو شواهدو کې د رواني ناروغۍ د يوه کارپوه البرت مرتنز، ګواهي او يوه طبي فورمه شامله ده. پر فورمه مهر مرتنز، د «رواني ناروغيو فېزيو تراپست» په توګه معرفي کوي. په آلمان کې سايکالوجست او فزيو تراپست بيخي جلا برخې دي.
د روحي تداوۍ فدرالي خونې څخه دويچه ویله ته وويل شول چې د آلمان په نورد راين ويستفالن ایالت کې «البرت مرتنز» په نوم هیڅ کارپوه يا غړې له دوی سره راجستر نه دی. پر دې سربیره په ښوول شوي ادرس هیڅ داسې کوم کلينک نشته چې د دې ډول فورمو د جاري کولو اجازه دې ورلري.
په اصل کې دا ويديو د «ووخن اوبرزيشت آوس ميونشن» له «له مونشن څخه اونۍ ته د کتنې» په نوم انترنت پاڼې باندې خپره شوې وه. بله مهمه خبره یې دا ده چې په ويډيو کې په تکراري ډول دې ته اشاره شوې ده چې میرڅ، اوکراين ته د تاوروس توغنديو د ليږد غوښتنه کوي.
د آلمان د زرغون ګوند د صدراعمظۍ څوکۍ ته کانديد رابرت هابېک، او د نوموړي له ګوند څخه کلاوديا روت، هم په دې وروستيو کې د ناسمو معلوماتو ښکار شول. د «ناريټيوف» په نوم انترنت پاڼې د يوه مضمون او يوې ويډيو په حواله د دوی په اړه ويل شوي دي چې د ۱۰۰ میليونو يورو په احتمالي يوې افتضاح کې ښکيل دي. ويل شوي چې دوی د پروشيا کلتوري میراث ټولنې د يو شمير رساميو سره تړاو لري چې اوکراین ته رسیدلي دي او بيا د هنري اثارو پر شخصي راټولوونکو او مينه والو پلورل شوي دي. د پروشيا کلتوري ميراث ټولنې له دويچه ویله سره د خبرو پر وخت دا خبره تائيد کړې ده چې د دې خپرونې ټولې ادعاوې درواغ او يا پخپله جوړې کړل شوي دي.
په دې احتمالي بربنډونو کې چې کوم څه مشترک دی، هغه دا چې دا د درواغو د شهادت ورکوونکو د څرګندونو او جعلي سندونو سره يوځای د يوې نمونې پر اساس وړاندې کړل شوي دي او دا لومړی پر داسې انترنت پاڼو باندې خپريږي چې د خبري پليټ فارمونو په څېر بريښي خو ناسم معلومات خپروي. د ګنېدا په نوم د آنلاينې څيړنې د پروژې د ډلې يوه غړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دا ځانګړتياوې د روسیې د ناسمو معلومات خپرولو د کمپاين يو مهم خاصيت دی چې د «ستورم – ۱۵۱۶» نوم ورته ورکړل شوی دی.
د ډوپل ګينګر، میتريوشکا او ستورم – ۱۵۱۶ کمپاينونه
د ګنېدا په نومې پروژې د «کوريکتيف» او «نيوز ګارد» په څېر پليټ فارمونو په مرسته، د آلماني ژبې تر ۱۰۰ ډېرې انترپاڼې مشخصې کړي دي چې په لومړي سر کې د مصنوعي ځېرکتيا په مرسته په ترتيب شويو، روسي پلوه معلوماتو ډکې وې.
وروسته بيا دا انترنت پاڼې د درواغو د رپوټونو خپرولو له پاره استعمال شوې. تر دې وروسته بيا دا خبرونه د «ملګرو» يا د هغو «انفلوينسرانو» له لارې پر ايکس او يا د تليګرام په څېر پليټ فارمونو باندې خپرول کيږي، چې د دې کار په بدل کې یې پېسې اخيستي وي.
د «ډوپل ګينګر» په نوم کمپاين هم په ورته ډول کار کوي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ليکي چې د ۲۰۲۲م په فيبرورۍ میاشت کې پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل له پېليدو وروسته «د دې لارې د روسیې په پلوۍ څرګندونې او ناسم معلومات خپريږي چې موخه یې په عمومي توګه د لویدیځ د بهرنۍ تګلارې نوم بدول او په ځانګړي توګه د لویدیځ له لوري له اوکراين څخه ملاتړ هدف ګرځول دي.»
په امريکا متحده ايالاتو کې په ټاکنیز کمپاين کې تر مداخلې وروسته د امريکا حکومت پر مسئولو روسي عناصرو باندې بندیزونه ولګول.
د «ډوپل کينګر» کمپاين ته دا نوم له دې کبله ورکړل شوی وو چې په دې کې د ډويچه ويله او يا بي بی سي په څېر مشهورو رسنيو انتر پاڼو ته له ورته انترنتي ويديوګانو څخه استفاده کيدله. د دويچه ويله د فيک يا ناسمو خبرونو د ارزونې ډلې ځيني مواد ارزولي او حقيقت یې را برسیره کړی دی.
له دی څخه یې ځيني جعلي جوړ شوي مواد که څه هم چې ژر را څرګنديږي خو د »بايريشر روندفونک« يا »بي آر« د حقیقت موندني له ډلې څخه د «CeMAS» کارپوهه ليه فرو ویرت، په حواله «دا د معيار پر ځای په مقدار پورې ډېره اړه لري.»
د «ماتريوشکا» په نوم کمپاین هم په ورته بڼه کار کوي. د چټ بوټونو ستر شمير د «پام اړولو هڅه» کوي. د جعلي خبرونو ډېر شمير خبريالان تر تاثير لاندې راولي چې دوی بيا غواړي په حقيقت وپوهيږي. د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله په دې توګه ناسمې ادعاوې خپريږي او په عين وخت کې د حقيت موندونکې ډلې د کار «مخه نيول» کيږي.
د «ايجنټس ټو» په نوم د روسیې د رسنيو يوې خپلواکې رسنۍ ليکلي چې د «ماتريوشکا» چټ بوټونو د جنورۍ مياشتې په پای کې په يو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۵ جعلي ويډيوګانې خپرې کړې. او دا ويديوګانې د ډويچه ويله او د آلمان د بلد په نامه رسنيو ویډيوګانو ته ورته وې. په انګیزې، فرانسوي او هسپانوي ژبو کې ويل شوي چې آلمان د ترهګرۍ له خطر، جرمونو د ډېروالي او د ټاکنو ترمخه د رايه ورکوونکو د ويرې سره لاس او ګريوان دی.
روسيه په ځانګړي توګه دوه ګوندونه حمايه کوي
د «بايرېشر روند فونک» په نامه رسنيو سره په مرکه کې له «نيوز ګارد» څخه ليوني فالر، وويل چې د روسيې اهداف «په تېره بيا د غير ډاډمند وضعيت خپرول او د رايې ورکوونکو يوه لوري ته هڅول دي.»
دا د حيرانتيا وړ ده چې په قسمي توګه د ډېر ښي اړخه «آلمان له پاره بديل» يا «ای اف ډي» ګوند د دې ګوند د مخکښې کانديدې او مشرې الېس واېدل، په اړه ډېر مثبت خبرونه خپريدل. د ۲۰۲۴م کال په لومړيو کې ترسره شوې يوې څېړنې موندلې چې د «ډوپل ګينګر» د کمپاين موخه دا وه چې د «ای اف ډي» د رايه ورکوونکو ونډه تر ۲۰ سلنه لوړه کړي. د اوسنيو نظر پوښتنو په حواله په فدرالي ټاکنو کې دغه ګوند د ۲۰ سلنه رایه اچوونکو له حمايت څخه برخمن دی. دا چې دا څه د ډوبل ګينګر د کمپاين سره تړاو لري او که نه، سړی یې ثابتولی نه شي.
فالر، شک لري چې «ای اف ډي» ګوند د روسیې له ملاتړه برخمن دی ځکه د نورو ګوندونو په پرتله یې له روسیې سره چلند دوستانه دی. د خپل ټاکنیز کمپاين په ترڅ کې دې ګوند د روسیې پر وړاندې د لګول شويو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او پر دې سربیره دا ګوند پر اوکراین باندې د روسیې تیری نه غندي.
له «CeMAS» څخه ليه فرو ویرت، د يوه بل ګوند يادونه هم کوي چې د روسیې د تبليغاتي ملاتړه برخمن دی، د زارا واګنکنېشت اتحاد يا د «بي اس دبليو» په نامه ګوند. دا ګوند په خپل ټاکنیز کمپاين کې په اوکراين کې د روسیې جګړه د امريکا او روسیې ترمنځ د يوې نيابتي جګړې په توګه وړاندې کوي چې مخه یې نيول کیدلای شوه. پر دې سربیره «بي اس دبليو» دا هم غواړي چې آلمان بيرته له روسیې طبيعي ګاز را ونيسي.
د «میرکاتور» له موسسې څخه فيلکس کارته، د روسیې د اوږد مهاله ستراتیژۍ په مقابل کې د آلمان د پارلماني ټاکنو په اړه د ناسمو معلوماتو خپرولو ته د نسبتاً لږ خطر په توګه ګوري. نوموړي دويچه ويله ته وويل: «پر کومو مسئلو او بيانيو چې کريملن له لسیزو راهېسې غلبه ترلاسه کول غوښتل، هغه اوس د آلمان په عوامي بحثونو کې غالب شوي دي.» د نوموړي په خبره د مثال په توګه دا ادعاوې چې د اروپا ټول حکومتونه فاسد دي او د نظر آزادي یې تر فشار لاندې نيولې ده. دا هغه بیانيه ده چې په اروپا کې یې ډېر ښي اړخه ګوندونه هم خپروي.
آلمان د روسیې د ناسمو معلوماتو په مقابل کې له ځانه څرنګه دفاع کوي؟
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د «کوريکتيف څېړنیز مرکز» د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په آلمان کې د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي ادارو له لوري ناسمو معلومات خپرول په عمومي توګه د جزا وړ کار نه دی. خو د وزارت په حواله پر دې سربیره هم په وزارت کې دننه يو ډله د ناسمو معلوماتو په څېر خطرونو باندې نظر ساتي.
د «بایرشر روندفوک» د يوې پوښتنې په ځواب کې وزارت ليکلي دي چې د دې ډلې کار دا دی چې د ناسمو معلومات په اړه عامه پوهاوی ډېر کړي او د هر سن خلک دې ته وهڅوي چې د خبرونو او رسنيو لوستو ته پام واړوي. همدا شان زياته شوې ده چې په ګډه د روسیې د ناسمو معلوماتو پر ضد مبارزې په ترڅ کې حکومت د نورو حکومتونو او ټولنیزو رسنيو له شبکو سره هم په تماس کې دی.
د ديجيتالي کارپوه فيلېکس کارته، په خبره دا بسنه نه کوي چې د حقايقو په مرسته له ناسمو معلومات سره مبارزه وشي، بلکې سیاست باید د ټولنې اساسي او عاطفي اړتياوې وپيژني، يعني دا چې «ښه سیاست شي.»