ترمپ: کریميا ټاپو به له روسیې سره پاته وي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۵, جمعهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دغه مرکه وویل: «کریمیا به له روسیې سره پاته وي او په دې باندې زیلنسکي او هر یو پوهيږي چې له اوږدې مودې راهيسي له هغوی [روسيې] سره پاته شوې ده.»
روسیې په توره بحیره کې د اوکراین دغه ټاپو په ۲۰۱۴ کې قبضه کړ او ورپسې ېې په خاوره کې الحاق کړ.
ترمپ په دغه مرکه کې همدارنګه اوکراین ګرم کړ چې په ناټو تړون کې د یو ځای کېدو ته د لیوالتیا لرل ېې په هېواد کې د جګړې سبب شو.
ترمپ په دې هکله وویل: «زه فکر کوم څه شی چې په [اوکراین کې] د جګړې د پیل سبب واقع شو، هغه په ناټو تړون کې د ورګډېدو په هکله د [اوکراین] د خبرو پیلول و.»
ورته نور ولولئ: ترمپ ويلي زیلنسکي د کریمیا ټاپو پر سر جګړه اوږدوي
ترمپ وویل که دغه موضوع مطرح شوې نه وی اوس به وضعیت له هغه چې اوس دی بهتره و. ترمپ پر دې هم ټینګار وکړ چې اوکراین به ونشي کړی چې د ناټو غړی شي. هغه وویل: «زه فکر نه کوم، چي دوی به کله هم په ناټو کې ورګډ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ځانګړي استازي ستیف ویتکوف نن د سولې خبرو اترو په موخه په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره کتلي دي. روسي چارواکو د جمعې په ورځ له پوتین سره د ویتکوف دغه کتنه تائید کړه. ویتکوف د روسیې له ولسمشر سره وروستی ځل دوه اوونۍ مخکې ليدلي و.
له پوتین سره د ویتکوف له کتنې سره په یوه ورځ، د یوه موټر بم په چاودنه کې د روسیې د پوځ یو لوړرتبه افسر وژل شوی دی.
د روسیې څيړونکو رويترز ته وویل چې دغه افسر د جمعې په ورځ د اپریل ۲۵مه مسکو ته څېرمه ختيځ لور ته په بالاشیخا ښارګوټي کې وژل شوی دی.