ایران کې چاودنه: ۲۵ تنه مړه او تر ۸۰۰ ډیر ټپیان دي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۷, یکشنبهله تهران څخه د المان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د ایران په سویلي بندر شهید رجایي کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۲۵ ته لوړ شوی دی. د «ارنا» دولتي خبري آژانس د رپوټ پر اساس د شنبې (د اپریل میاشتې ۲۶ نیټه) ورځې په چاودنه کې د ټپیانو شمیر تر ۸۰۰ لوړ شوی دی چې د اکثرو ټپونه یې جدي دي. ۶ کسان اوس هم لادرکه دي.
چاودنه دومره زوروره وه چې تر ۵۰ کیلومترۍ پورې احساسیدله او د بندر تاسیساتو ته سخت زیان اوړلی دی.
د چاودنې اصلي علت اوس هم روښانه نه دی. د پيښې په اړه نور جزویات په ځانګړي توګه د پيښې د رامنځته کیدو د علت او قربانیانو د دقیق شمیر په هکله معلومات به د څیړنو تر بشپړیدو وروسته اعلان شي. شهید رجایي د دغه هیواد تر ټولو لوی کانتینري بندر او په هرمزګان ولایت کې د بندر عباس یو له اصلي بندرو څخه دی. د ایران د سمندري تجارت یو پر دریمه برخه د همدې بندر لا لارې ترسره کیږي.