د عراق نوی قانون؛ له اسرائیلو سره د هر ډول اړیکې سزا اعدام
۱۴۰۱ خرداد ۷, شنبهد عراقي پارلمان له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د دې قانون تائید «د ولس د واقعي ارادې منعکس کوونکی دی». د عراق د پارلمان له ۳۲۹ استازو څخه ۲۷۵ تنو یي د دې قانوني مسودې ملاتړ کړی دی.
د دغه هیواد با نفوذه شعیه عالم مقتدا الصدر د دې قانون تر تصویبیدو وروسته پر ولس غږ کړی دی چې د دې «سترې بریا» په خاطر دې جشن ولمانځي. د نوموړي تر دې اعلان وروسته په لسګونو عراقیان د بغداد ښار په مرکزي برخه کې راټول شول او د اسرائیلو ضد شعارونه یي ورکړل. د الصدر ګوند تیر کال د بغداد په پارلمان کې تر ټولو ډیرې چوکۍ ترلاسه کړې وې.
تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې دا قانون به څنګه عملي کیږي؟ په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیلو د تاسيس یا رامنځته کیدو راهیسې عراق دغه هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی.
له همدې امله د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ هیڅ ډول دیپلوماتیک ارتباطات نه و. د اسرائیلو دا نوی قانون د هغو کسانو یا ادارو په برخه کې هم صدق کوي چې له اسرائیلو سره تجارتي اړیکي ساتي.
دا قانون کیدای شي په عراق کې موجود هغه کمپنۍ هم له ګواښ سره مخامخ کړي چې له اسرائیلو سره سوداګریز ارتباطات لري.
د امریکا غبرګون
امریکا متحده ایالاتو د دې قانون پر جوړیدو ژوره مایوسي ښودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس وویل: «د دې قانون جوړونې په پایله کې نه یوازې د بیان آزادي، بلکې د اسرائیلو ضد فضاء ته د ودې ورکولو خطر هم څرګند دی. همدارنګه دا له اسرائیلو سره د عراق د ګاونډیو هیوادونو د ارتباطاتو عادي حالت ته د را ګرځولو او د سیمې د خلکو له پاره د نوو چانسونو رامنځته کولو له هڅو سره هم په ټکر کې دی.»
د روان کال په پيل کې ایران د عراق پر نیمه خپلواکه سیمه اربیل کې نږدې لس بالستیک توغندي توغولي ول. په هغه وخت کې تهران ویلي و چې دا کار یي هلته د اسرائیلو استخباراتي ادارې د په نښه کولو له پاره ترسره کړی دی.
په دې ارتباط د عراقي پارلمان د یوې تحقیقاتي کمیټۍ د رپوټ پر بنسټ د ایران تورونه له دې امله غلط ثابت شوي چې د پلټنو پر مهال داسې هیڅ شواهد نه دي موندل شوي چې په اربیل کې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې اړوند کوم مرکز موجود و.
آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا