یو پخوانی طالب قوماندان په امریکا کې په ابدي بند محکوم شوی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۶, شنبهد امریکا متحده ایالاتو عدلیې وزارت یو پخوانی طالب قوماندان په ابدي بند محکوم کړی دی. دغه ۴۹ کلن کس حاجي نجیب الله نومیږي او په ۲۰۲۰م کال کې د رویټرز خبري آژانس د خبریال ډیوډ روهده، په برمته نيونې تورن شوی و.
حاجي نجیب الله مخکې تر دې په خپل دې جرم اعتراف کړی و. خو په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ م کلونو کې د امریکایي سرتیرو د وژنې په قضیه کې یې خپل اعتراف بدل کړ.
د متحده ایالاتو عدلیې وزارت هغو بیلګو ته اشاره کړې ده چې طالب جنګیالیو، د حاجي نجیب الله تر رهبرۍ لاندې د امریکایي پوځ ځواکونه په نښه کول. د امریکا د عدلیې وزارت همدارنګه د فرانسوي او امریکایي ځواکونو د په نښه کولو د څرنګوالي په هکله له فرانسوي خبریال سره د یوې پخوانۍ مرکې پر مهال د نجیب الله څرګندونو ته هم اشاره کړې ده.
په دې قضیه کې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې مرستیال کریستوفر جی رایا، وویل: «دغو ترهګریزو بریدونو د انسانانو ژوند ته په بشپړ ډول بې توجهې وښودله او بالاخره نجیب الله زمونږ د اتباعو په قتل کې په لاس درلودلو اعتراف وکړ.»
د نیویارک په سویلي ناحیه کې امریکایي څارنوال جی کلایتون، وویل چې د هغه دفتر به د هغو کسانو تعقیب ته چې د ترهګریزو اقداماتو له لارې امریکایانو ته تاوان رسوي [د دې خبرې په نه پام کې نیولو سره چې دوی د نړۍ په کوم ځای کې دي] ادامه ورکړي.