د آلمان د پوځ ټول بهرني ماموريتونه ارزول کيږي
۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبهد آلمان د دفاع وزيرې، کريستينه لامبرشت په خبره د افغانستان د ماموريت څخه يو پند بايد دا وي چې ټول بهرني ماموريتونه بايد له دې مخې وڅېړل شي چې آيا »موږ هغه هدف ته چې مو ځان ته ټاکلی، رسيږو، آيا د ښځينه او نارینه و عسکرو امنيت تامينېدای هم شي او دا چې تجهيزات يې ورته هم مناسب وي.«
دغه خبره لامبرشت د جمعې په ورځ په وارنه مونده کې د سمندري ځواک سره په خپله لومړنۍ رسمي راڅرګندېدنه کې وکړه. لامبرشت ټينګار وکړ چې »هر څه بايد وپلټل شي.« د هغې په خبره يوازې له دې لارې د دې تضمين کېدای شي چې »هغه څه چې غواړو يې، تر لاسه کېدونکي هم وي.«
لامبرشت وړاندې وويل چې د جنورۍ په مياشت کې به د آلمان کابينه په عراق کې د ماموريت تمديد وارزوي او د دې له پاره بايد د سيمې وضعيت او د آلمان پوځ د منسوبينو خونديتوب په دقيق ډول تحليل شي. د هغې په خبره دا هم بايد وارزول شي چې د عراق حکومت د دغه ماموريت په هکله کوم دريځ لري. د هغې په وينا، مهمه ده چې سياست دغه پيغام ولري: »کله چې سياسي پرېکړې کوو، نو د دې غم خورو چې هغه څوک چې پرېکړې مو عملي کوي، کافي مجهز هم وي.«
د دفاع وزيرې په توګه په لومړنيو ليدنو کتنو کې لامبرشت د خپلو څرګندونو په حواله دغه تصور لرلی دی چې د آلمان پوځ »ماموريتونو ته ښه چمتووالی« لري.