اروپايي اتحادیې پر سوریې لګيدلي اقتصادي بندیزونه لغوه کړي
۱۴۰۴ خرداد ۸, پنجشنبهد اروپايي اتحادیې غړيو هېوادونو پر سوریې باندې د لګول شويو ټولو اقتصادي بندیزونو د لېرې کولو له پاره قوانين تصويب کړل، خو د امنيتي برخې بندیزونه به لا پر ځای وي.
د دغه جګړه ځپلي هېواد د چټکې بيا رغونې د آسانولو په پار د سوریې مرکزي بانک او نورې هغه ادارې به چې غواړي پور ترلاسه کړي، يو ځل بیا د اروپا مالي بازار ته لاس رسی پيدا کړای شي.
اړونده موضوع: د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې د سوریې له پاره د ۵،۸ میليارډه یورو مرسته
دا نوي مقررات به د اروپايي اتحادیې په رسمي ژورنال کې تر خپريدو وروسته د نفاذ وړ وي او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو له لوري د بندیزونو د ختمولو په موخه پر نيول شويو تصميمونه به عمل وشي.
د اروپايي ټولنې يوه لوړپوړي ديپلومات کاجا کالس، وويل: «دا پريکړه بيخي سمه ده. په دې تاريخي وخت کې د اروپايي ټولنې له پاره د سوریې بيرته پر پښو درېدل او د ټولو سوريايانو د هیلو سرته رسوونکی سیاسي انتقال څخه په رښتوني توګه ملاتړ کول مهم دي.»
نوموړي همدا راز وویل: «اروپايي اتحادیه نن د هغه بدلون د شريک په توګه پر خپل هوډ ټینګار کوي چې د سوریې له وګړو سره د يوې نوې، جامع او سوله ایزې سوریې له نوي سره ودانولو کې مرسته کوي.»
په سوريه کې د ثبات او ټکاو له پاره هیلې
د آلمان د بهرنیو چارو وزير يوهان وادېفول، تېره اوونۍ ويلي ول چې د سوریې نوي مشرتابه ته يوه موقع ورکول کيږي، خو نوموړي خبرداری ورکړی وو چې په دې کې د ټول نفوس او د ټولو مذهبي ډلو د شاملولو تمه کيږي.
وادېفول، زياته کړې وه چې د بشار الاسد، د حکومت د پرځيدو شپږ میاشتې وروسته دا مهمه ده چې يوه متحده سوريه خپل راتلونکی په خپل لاس کې ونيسي.
اړونده موضوع: بېربوک په سوریه کې د آلمان سفارت بيرته پرانيست
اروپايي ټولنه هم تمه لري چې په سوريه کې تر ثبات راتلو وورسته به دلته موجود په سونو زره سوريايي پناه غوښتونکي يوه ورځ بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د چهارشنبې د ورځې پريکړه به د هغو کسانو او سازمانونو پر وړاندې پر بندیزونو اغیزه ونه کړي چې د اسد، له رژيم سره تړاو لري او نه هم پر هغوی چې د سوریې پر وګړو باندې د ظلم تور ور باندې لګول شوی دی.
خو پر وسلې او همدا شان پر ورته تجهیزاتو او د تکنالوژۍ په واردولو به دمګړۍ بندیزونه لا پر ځای پاتې وي.