د اروپا فضايي ادارې آريانه ۶ راکټ په کاميابۍ سره توغولی
۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبهد اروپا فضايي آژانس «اي اس ای» په لومړي ځل د سه شنبې په ورځ خپل آریانه ۶ راکټ فضا ته وليږداوه چې د اصلي پلان له مخې بايد څلور کاله تر مخه استول شوی وای.
دا ځواکمن راکټ د فرانسوي ګيانا په کورو کې د اروپا د فضايي بندر څخه د سيمې پر څلورو بجو وتوغول شو. دا کاميابه تجربه د دې زمينه برابروي چې اروپا خپلې سپوږمکۍ پخپله فضا ته واستوي او پر نورو ټولنو او شرکتونو لکه د سپېس ايکس په څير شرکتونو تکيه ونه لري.
د اي اس ای مشر جوسف اشباخر، وويل چې دا بريالۍ توغونه د اروپا له پاره «يوه تاريخي» ورځ ده.
آريانه ۶ فضا ته د اروپا د لاس رسي نوی څپرکی
د اروپا د فضايي ادارې له خوا په ايکس شبکه کې ليکل شوي: «آريانه شپږ په کاميابۍ سره پورته او مدار ته وتوغول شوه او سپوږمکۍ یې انتقال او نصب کړي.»
همدا شان زياته شوې: «موږ اوس د اروپا له پاره د فضايي پروازونو يوه نوي عصر ته داخل شوي يو چې موږ په فضا کې قوي کوي او د دې زمينه راته برابروي چې پر نړيوال دريځ خپل اهداف په حقيقت بدل کړو.»
آريانه ۶ به د آريانه ۵ ځای ونيسي چې په لومړي ځل د نويمې لسیزې په منځ کې توغول شوې وه. د آريانه ۵ وروستۍ پرواز تېر کال ترسره شوی وو. له هغه وخت راهېسې د اروپا فضايي شرکت فضا ته د سپوږمکيو د رسولو له پاره پر سيالو شرکتونو او ټولنو تکيه کوله.
تجارتي پروازونه د کال په پای کې پلان شوي
د اروپا د فضايي ادارې بل پړاو به د تجارتي پروګرام د پيليدو تر مخه د راکټونو توغول وارزوي.
څه نا څه ۲۹ ماموريتونه لا تر مخه پلان شوي دي او انتظار کیږي چې د کال په پای کې پر لاره واچول شي. له دوی اکثريت به یې د امازون کوپير انترنتي سپوږمکۍ په فضا کې نصب کړي.
فضا ته پروازونه اوس په يوه ستر تجارت اوښتي دي: د سپېس ايکس شرکت بيا ځلي کاريدونکي فالکن راکټونه دمګړۍ تقريباً په اونۍ کې دوه پروازونه کوي.
د اروپا د فضايي ادارې د انتقال د برخې مشر توني تولکر – نيلسن، وایي چې اداره به یې هڅه وکړي چې د پروازونو شمېر ډېر کړي.
ب. ص / ن. ز (AFP, dpa, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: