اروپايي رهبران: له اوکراین څخه ملاتړ ته ادامه ورکوو
۱۴۰۳ اسفند ۱۱, شنبهوروسته له هغې چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په سپينه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ او د هغه له مرستیال جي دي وينس سره مواجه او ترمنځ ېې شخړيز بحث رامنځ ته شو، اروپايي رهبرانو وویل چې دوی د اوکراین له ولسمشر څخه ملاتړ ته ادامه ورکوي.
زيلنسکي په دې مقصد واشنګټن ته تللی و تر څو له ترمپ سره د اوکراین د باارزښته منرالونو تړون لاسلیک او د روسيې د پوځي يرغل پر وړاندې جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملاتړ ادامه ترلاسه کړي. ولادیمیر زیلنسکي واشنګټن ته دغه سفر داسې وخت کړی چې تازه پر اوکراین د روسيې له پوځي یرغله درې کاله اوښتي دي.
خو په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ او زيلنسکي کتنه په جنجال واوښته او پرته له دې چې پکې تفصيلي خبرې اترې وشي او یاد تړون لاسلیک شي، پاې ته ورسېده. هغه په دې چې ترمپ او وینس، زیلنسکي امریکا متحده ایالاتو ته په سپکاوي تورن کړ، په داسې حال کې چې زیلنسکي ورڅخه په راتلونکې کې د روسيې د هر ډول تيري پر وړاندې د امنيتي ضمانتونو غوښتنه کوله.
تر غونډې وروسته زیلنسکي ته د روبیو تیلفون
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، تر دغې ناستې وروسته زیلنسکي ته ټيلفون وکړ او ورته ېې وويل چې د پېښ شوي حالت له پاره بخښنه وغواړي.
روبیو په دې هکله سي ان ان شبکه کې وويل چې د اوکراین ولسمشر دغه ناسته په هغه شکل چې هغه غوښتل پای ته ورسوله او هغه باید «د دې له پاره چې دغې ناسته له پاره ېې زموږ وخت ضایع کړ، بخښنه وغواړي.»
روبیو همدارنګه پر زیلنسکي شک وښود چې هغه دې په رېښتیا د سولې غوښتونکی وي.
نور ولولئ: نړيوال وجهي صندوق اوکراین ته ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکوي
روبیو وویل: «تاسو د دې درک پيل کړ چې زیلنسکي کېدای شي د سولې تړون ونه غواړي. هغه خو وايي چې دا کار کوي، خو ښايې وې نه کړي. بل دا چې په ښکاره او فعال شکل، د سولې برقراره کولو له پاره د هڅو تضعیفول د ټولو هغو کسانو له پاره چې په دغه امر کې ېې مشارکت درلودلی، عمیقاً ناهيلې کونکې دی.»
هغه فاکس نیوز ته چې ترمپ ته نژدې تلویزیون دی، ويلي دي چې زیلنسکي تر اوسه بخښنه نه ده غوښتې: «زه ډاډه یم چې موږ داسې کوم ناوړه څه نه دي کړي.» خو هغه وويل چې کاشکې دغه جنجال د رسنیو په حضور کې شوی نه وی.
اروپایي رهبرانو زیلنسکي ستایلی
په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ او زیلنسکي تر منځ تر ناندریزې ناستې وروسته په ټوله اروپا کې رهبران پر ټولنیزو رسنیو رامات شول او د اوکراین له ولسمشره ېې خپل ملاتړونه ښکاره کړل.
آلمان
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ چې د واک موده ېې مخ په ختمېدو ده، وويل: «له اوکراینيانو ډېره سوله بل هېڅ څوک نه غواړي.»
د آلمان محافظه پال سیاستوال، فریدریش میرڅ، چې د آلمان د تېرې اوونۍ عمومي انتخاباتو ګټونکی دی او کېدای شي د شولڅ ځای ناستی شي، لیکلي: «موږ له اوکراین سره په دغه آزمایشي دوره کې ولاړ یو. موږ باید هېڅ کله په دغه وحشتناکه جګړه کې قرباني او متجاوز په اشتباه ونه نیسو.»
اروپايي کمیسیون، پولند او هسپانيا
د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون دير لاین، د اروپايي شورا مشر آنتونيو کوستا، د بریتانیا صدراعظم کئير ستارمر، د پولند صدراعظم دونالد توسک او د هسپانیا ولسمشر پيدرو سانچیس هم د اروپا د هغو مشرانو له ډلې دي چې له اوکراین څخه ېې ملاتړ ښکاره کړی دی.
بریتانیا
د بریتانیا صدراعظم کئير ستارمر له اوکراین سره د «بې دريغه ملاتړ» ژمنه کړې ده. سټارمر د سپينې ماڼۍ تر پرونۍ جنجالي ناستې وروسته له ترمپ او زيلنسکي سره خبرې کړي دي.
د ډوانینګ ستريت، یوه ویاند وویل چې سټارمر «پر ټولو هغو لارو چارو کار کوي تر څو په اوکراین کې امنیت او پایدارې سولې ته یوه لار پیدا کړي.»
فرانسه
د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، چې روانه اوونۍ ېې له ترمپ سره وليدل، پر اکس شبکه ليکلي چې روسيه اشغالګره ده او اوکراینیان تر حملو لاندې دي: «یو اشغالګر موجود دی: روسیه. یو ولس موجود دي چې تر حملو لاندې دی: اوکراین.»
ماکرون زیاته کړې: «هغو ته درناوی چې له ابتدا مبارزه کوي. ځکه چې هغوی د خپل کرامت، خپلواکۍ، خپلو اولادونو او د اروپا د امنيت له پاره جنګيږي.»
ايټالیا
د ايټالیا صدراعظمه، جورجیا میلوني، که څه هم د اوکراین ملاتړې ده، خو د یوې ښي اړخې سیاستوالې په توګه له ترمپ سره هم قوي اړيکې لري، بیا محتاطانه غږېدلې ده.
میلوني د یوې سرمشرېزې وړانديز کړی چې په کې امریکا متحده ایالات، اروپايي هېوادونه او متحدین ېې ګډون ولري. هغې ويلي چې مهمه ده چې پر دې بحث وشي چې «د اوکراین په تړاو د نن ورځ سترې ننګونې سره څرنګه چلند وشي.»
نور ولولئ: د ترمپ او زيلنسکي ترمنځ ناندرۍ او د لوېديځوالو غبرګون
د ايټالیا صدراعظمې ويلي: «د هر غرب [غربي هېواد] ويش، موږ ټول تضعیفوي، او د هغو په نفع تمامیږي چې غواړي زموږ تمدنونه له زوال سره مخ کړي.»
هالند
هالند هم له اوکراین څخه د ملاتړ ادامې ته سر ښورولی. د هالند صدراعظم، دیک اسخوف، وویل: «له اوکراین سره د هالند ملاتړ له کمښت پرته په خپل حال پاته دی. په ځانګړې توګه اوس.» اسخوف پر اکس شبکه ليکلي: «موږ تل پاتې سوله او د جګړې پای غواړو کوم چې د روسيې پر یرغل پیل شوې ده.»
نور اروپايي هېوادونه
بلجیم، کرواسیا، چک جمهوریت، ایستونیا، فنلند، ایرلند، لاتویا، ليتوانیا، لوکسامبورګ، هالند، پرتګال، سلوانیا، هسپانیا او سويډن هم هغه اروپايي هېوادونه دي چې د ګڼو نور تر څنګ ېې ويلي دي چې دوی اوکراين څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د هنګري اوربان برخلاف له ترمپ سره درېدلی
خو د هنګري ملت پاله صدراعظم، ویکتور اوربان، چې د ترمپ یو متحد او له مسکو سره هم نژدې اړيکې لري، د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشره ېې ملاتړ ښکاره کړی. اوربان پر اکس شبکه دونالد ترمپ ته په خطاب کې ليکلي: «مننه ښاغلی ولسمشره! قوی انسانان سوله رامنځ ته کوي او ضعیف انسان جګړه جوړوي.» هغه زیاته کړې: «نن ولسمشر دونالد ترمپ د سولې له پاره په زړورتیا ودرید، که څه هم زغمل به ېې د ډېرو له پاره سخت وي.»
له ترمپ څخه د اوربان ملاتړ کېدای شي اوکراین ته د اروپا د ځينو مرستو د برابرولو توانمندۍ کې اندېښنې راولاړې کړي، ځکه دغه کار د اروپايي اتحاديې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو یو همغږي تائید ته اړتیا لري.
له آرشیف څخه (22.01.2025):