د اروپايي اتحاديې د باندني تجارت اضافي عايد کم شوی دی
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبهد امریکا د تهاجمي ګمرکي سیاستونو او د نړۍ د سیاسي کړکېچونو په ترڅ کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سوداګرۍ اضافي عاید د نړۍ له نورو هېوادونو سره په جون کې په څرګند ډول کم شوی دی. د اروپايي اتحادیې د احصایې ادارې «یوروستات» د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۸) خبر ورکړ چې د یورو د سیمې هېوادونو په جون کې اووه میلیارده یورو سوداګریز اضافي عاید ترلاسه کړی دی. دا شمېره د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې ۲۰،۷ میلیارده یورو وه او د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې ۱۶،۵ میلیارده یورو وو.
د یورو د سیمې صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په جون کې صفر اعشاريه ۴ سلنه زیات شول او ۲۳۷،۲ میلیارده یورو ته ورسېدل. واردات بیا ۶،۸ سلنه لوړ شول او ۲۳۰،۲ میلیارده یورو ته ورسېدل.
دغه هم ولولئ: امریکا او چین د ګمرکي شخړې په اړه د مهلت غځولو پرېکړه وکړه
د صادراتو اضافي عاید اتو میلیارده یورو ته ورسېد
په ټولې اروپايي اتحادیې کې د جون په میاشت کې د صادراتو اضافي عاید اتو میلیارده یورو ته ورسېد. په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې ۲۰،۳ میلیارده یورو وه او په ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې ۱۳ میلیارده یورو وه.
یوروستات د سوداګرۍ د اضافي عاید د کمېدو دلیل د کیمیاوي موادو او اړوندو محصولاتو په برخه کې د اضافي عاید کمښت وباله. په مقابل کې د ماشینونو او وسایطو په برخه کې سوداګریز اضافي عاید لږ څه لوړ شوی دی.
په روان کال کې د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې اروپايي اتحادیې د نړۍ له پاتې هېوادونو سره په سوداګرۍ کې ۸۰،۱ میلیارده یورو اضافي عاید ترلاسه کړی دی. په تېر کال کې په همدې موده کې دا شمېره ۹۲،۹ میلیارده یورو وه.
تهاجمي سوداګریز سیاست
د امریکا سره په سوداګرۍ کې اضافي عاید د جون په میاشت کې د تېر کال د ۱۸،۵ میلیارده یورو څخه ۹،۶ میلیارده یورو ته راکم شو. په همدې وخت کې له چین سره سوداګریز کسر د تېر کال د ۲۰،۴ میلیارده یورو څخه ۲۹،۵ میلیارده یورو ته لوړ شو.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو (جنورۍ) راهیسې یو تهاجمي سوداګریز سیاست غوره کړی چې د ټولې نړۍ پر محصولاتو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع کوي. په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې د موټرو او د موټرو د پرزو پر وارداتو ۲۷،۵ سلنه ګمرکي محصول ټاکل شوی و. د جولای په پای کې یوه موافقه وشوه چې د اروپايي اتحادیې پر ډېری محصولاتو ګمرکي تعرفه ۱۵ سلنه وټاکي.